تاند (شنبه، د کب/ حوت ۴ مه) له کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه راپورونه وايي، د دغو دوو ولایتونو په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ نښتې شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا نښتې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په شالي دره کلي او د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې شوې دي.
د ځايي سرچینو په وینا، د جمعې په ماښام (د حوت ۳مه)، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ راکټي بریدونه تبادله شول. د پاکستان له لوري دوامداره راکټي بریدونو د شالي سیمې ډېری اوسېدونکي اړ کړي چې خپلې کورنۍ پرېږدي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
تر اوسه د دې نښتو د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
په ګوشتې ولسوالۍ کې پر ډیورند کرښه، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې له تېرو څو ورځو راهیسي په وقفه يي ډول دوام لري.
ځايي سرچینې وايي چې درې ورځې مخکې، کله چې طالبانو غوښتل په ګوشتې ولسوالۍ کې د خپل زغروال ټانک د ځای پر ځای کولو لپاره پوسته جوړه کړي، د پاکستاني سرحدي ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شول، چې په پایله کې یې وسله والې نښتې وشوې.
همداراز پاکستان له ترې شپې راهیسي په دې اعتراض چې طالبانو ډیورند کرښې ته نژدې پوسته جوړوله، د تورخم لاره بنده کړې ده.
د طالبانو او پاکستان حکومت تراوسه پورې د دې نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
پاکستان په وروستیو څه باندې دوو لسیزو کې پر ډیورند کرښه ازغن سیم غځولی او بې شمېره پوستې یې جوړې کړي خو افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې په خپله خوا کې پوستې جوړې کړي. تر دې پخوا هم په ځلونو پاکستان د افغانستان په خاوره کې د سرحدي پوستو پر جوړولو غبرګون ښودلی دی.