Homeخبرونهطالبانو «بیګم» او «ځوانان» راډیوګانو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړه

طالبانو «بیګم» او «ځوانان» راډیوګانو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړه

تاند(شنبه د کب/ حوت ۴ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت «بیگم» او «ځوانان» راډیوګانو ته، چې په وروستیو کې بندې کړې وې، اجازه ورکړه چې خپل فعالیت بیا پیل کړي.

دغه وزارت نن (شنبې) وویل، چې د راډیو د بیګم او ځوانانو راډیوګانو مسوولانو ژمنه کړې چې د طالبانو د اصولو مطابق به فعالیت کوي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونې ډډه کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلواغې/ دلوې په ۱۶مه د «بیگم» راډیو فعالیت په دې نوم ځنډولی و چې ګواکې له بهرنیو رسنیو سره همکاري لري، او همداراز یې د دې راډیو یو شمېر خبریالان نیولي وو.

د «بیگم» او «ځوانان» راډیوګانې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې اورېدل کېږي.

د «بیگم» راډیو مسوولانو ویلي وو، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوی د ښځینه کارکوونکو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او موبایلونه ضبط کړي او دوه نارینه کارکوونکي یې نیولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کب/ حوت په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دواړو راډیوګانو مسوولانو څو ځله د بېرته فعالیت غوښتنه کړې او «ژمنه یې کړې چې د اسلامي امارت د اصولو او ژورنالیزم مطابق» به فعالیت کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)، د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، او د رسنیو ملاتړ کوونکو بنسټونو د «بیگم» راډیو د فعالیت ځنډېدا غندلې او د دې راډیو د کارکوونکو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې وه.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ګڼ شمېر راډیوګانې، تلویزیونونه او چاپي رسنیو فعالیت درولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...