افغان کريکټ لوبډلې د پنجشنبې په ورځ/ د کب ۳ مه د اتلانو جام کې خپله لومړنۍ لوبه سويلي افريقا ته په لوی توپیر بايلوده او پدې سره يې د کريکټ شنونکو هغه وړاندوينې پيکه کړې، چې ګواکې دا لوبډله به نيمه پای لوبو ته ځي.
دا هم راسره ومنئ، چې افغان لوبډلې په پاکستان کې هيڅکله ښې لوبې نه دي کړي، چې ښه بېلګه يې اسيايي جام یادولی شو او نه يې دلته د زياتو تماشه کوونکو له شتون څخه ګټه اخېستې، چې علت يې هم د پاکستان لوبډلې سره د دوامدارو لوبلړيو نه کول بللی شو.
کريکټ بورډ د چمپينز ټرافۍ دپاره هيڅ پلانيزه هڅې و نه کړې او پايله يې هم ګوري.
لږ پرونی لوبه کې تم کیږو؛
– لومړی بدبختي دا وه، چې ټاس مې بايلود او توپ اچونه راکړل شوه، چې موږ اتيا سلنه لوبې په چېسېنګ کې بايللي دي.
– د لوبډلې ترکيب بيا هم خوندور نه و، د شخصي ليګونو اتلانو باندی باور وشو او د شل اوریزو غوندې ولوبيدل.
– يو تېز بالر سره لاړو، هغه هم فاروقي، چې په تېرو دوو تمریني سیالیو کې يې يوه ویکټ هم نه وه اخیستې او ډېرې منډې يې هم ورکړې وې. بل داچې هغه د زياتو اورونو هيڅ انرژي نلري، خو موږ تل قسم کړی، چې تېز توپ اچوونکي به په کور زړوو او موقع به نه ورکوو، چې پايلې يې تل منفي او سپين بال ته ناست وو. پوښتنه دا پيدا کيږي، چې حميدحسن د لوبډلې سره څه کوي، چې تېز توپ اچوونکي نه لوبول کيږي؟
– د لوبغاړو ترمنځ هيڅ همغږي نه برېښېده او داسې فيلډينګ کيده، لکه د اسوسييټ د وخت.
– توپ وهونکي په پيچ دومره په عذاب وو، چې هيڅ د يو او دوو منډو اراده يې نه درلوده او نه يې توپ اچوونکي جج کولی شول، شاټونو پسې تلل، چې د تېرو ليګونو ذهن يې نه و بدل شوی او هماسې ولوبيدل.
دا ټول هغه څه دي، چې موږ مشر روزونکی او ملي لوبغاړي له شل اوریزو ليګونو په وخت را و نه ګرځول، چې مخکې له مخکې ښه چمتوالی ولري او د اب هوا ترڅنګ د يو ورځنيو لوبو په فکر ولوبیږي.
د کريکټ بورډ بله ستره ناغيړي داده، چې پدې سترو اېونټونو کې موږ يو تبصره کوونکی نلرو، بلکې زموږ په لوبډله باندې نور تبصرې کوې، علت يې هم په خپلو لوبلړيو کې خپلو لوبغاړو لکه اصغر، رئیس احمدزی، شهزاد، سميع الله، هستي ګل … چې انګليسي ژبې سره بلدتيا ولري، نه هواداره کول دي او پرځای يې له امريکا څخه فدايي او هند څخه ديوېندر په ډالرو راوستل دي، چې ای سي سي سره رسمي نه دي او نه يې کريکټ کړی دی.
د کريکټ بورډ مشري په ويره نه کيږي، بلکې قاطع پرېکړې بايد ترسره شي، هغه که د لوبغاړو په مقابل کې وي، روزونکي ډلګۍ کې وي او يا کريکټ نړېوالې شورا سره وي.
د تېرې کارکردګۍ په کتو، ډېری مينوال پاتې دوه لوبې هم يو طرفه ګڼي، خو که لوبډله د الرونډرانو پرځای په متوازن ډول توپ وهوونکو او توپ اچوونکو (ورو او تېز) باندې مشتمله شي، نو پايله به يې ښه وي او په اعلان شوي نوملړ کې به لاندې مناسبه لوبډله وي.
(رحمن الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت شهیدي، صديق/اکرام، عظمت الله، محمدنبي، راشد، نور/ننګيال، فريد مالک، نويد ځدراڼ.)