جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاسترالیا په حیرانوونکي ډول انګلیستان مات کړ، هند او پاکستان مخامخ دي

استرالیا په حیرانوونکي ډول انګلیستان مات کړ، هند او پاکستان مخامخ دي

تاند (شنبه/ د کب/ حوت ۴ مه) د اتلانو په جام (چمپینز ټرافي) کې نن په بي ګروپ کې د استرالیا لوبډلې په حیرانوونکي ډول د انګلیستان ټیم ته په ۵ ویکټونو او ۱۵ اضافي توپونو ماته ورکړه.

انګلیستان د ۸ لوبغاړو د سوځېدو او ۵۰ اورونو په پای کې ۳۵۱ منډې وکړې. ګومان نه کېده چې استرالیا دې دا لوړ هدف پوره کړای شي.

په پیل کې د استرالیا لومړني دوه لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ۲۰ منډې یې لا نه وې کړي، دې شي د استرالیا د ماتې په اړه باور لا زیات کړ خو د استرالیا نور لوبغاړي واخطا نه شول او په تدریج یې د لوبې نتیجه د ځان په ګټه واړوله.

په دې سیالۍ کې د انګلیستان پیلګر لوبغاړي بین دوکیټ خورا ښه بیټنګ وکړ. ده په ۱۴۳ توپونو ۱۶۵ منډې وکړې. خو د استرالیا لپاره بیا جوش لینګلس په ۸۶ توپونو ۱۲۰ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې سبا د هند او پاکستان لوبډلې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې مخامخ شي.

د هند او پاکستان سیالي، تل د دوو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو له کبله حساسه ګڼل کېږي. او یوه له هغو سیالیو څخه ګڼل کېږي چې د لیدو مینه وال یې ډېر دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...