Homeخبرونهد نړۍ د کاتولیکانو مشر د ایران د خلکو پر ضد ګواښونه...

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د ایران د خلکو پر ضد ګواښونه د نه منلو دي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو د سې‌شنبې په ورځ (۱۸ حمل) وویل چې د ایران د خلکو پر ضد ګواښونه «د منلو نه دي».

دا کم‌ساری څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې د ایران په اړه وویل: «یو بشپړ تمدن ښايي نن شپه له منځه ولاړ شي»، هغه خبرې چې په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

پاپ لیو، چې د ایران د جګړې له ښکاره منتقدانو څخه دی، د نړۍ له خلکو وغوښتل چې له خپلو سیاسي استازو سره اړیکه ونیسي او پرې فشار راوړي څو د سیمې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

پاپ لیو په خپله هم په امریکا پورې تړاو لري.

بل لور ته، ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که د جګړې د پای او د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره هوکړه ونه شي، نو امریکا به د ایران برېښناکوټونه او پلونه په نخښه کړي، او حتی ویلي یې و چې «ټول هېواد کېدای شي په یوه شپه کې له منځه ولاړ شي».

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ بیا په په ټروت سوشل کې ولیکل: که ایران د ده غوښتنې ته غاړه کښېنږدي، «یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي او بیا به هېڅکله راژوندی نه شي. زه نه غواړم دا پېښه وشي، خو ښايي وشي».

د هغه ټاکل شوی ضرب‌الاجل د ایران په وخت د چهارشنبې (۱۹ حمل) سهار وختي پای ته رسېږي.

د دې خبر د خپرېدو په مهال د ټرمپ ضرب الاجل ته یوازې څو ساعته پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...