Homeخبرونهوال ستریټ ژورنال: ایران منځکړو ته ویلي، ۱۵ زره توغندي او ۴۵...

وال ستریټ ژورنال: ایران منځکړو ته ویلي، ۱۵ زره توغندي او ۴۵ زره ډرونونه لري

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د وال ستریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران منځګړو ته ویلي چې لا هم «۱۵ زره توغندي» او «۴۵ زره بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه)» لري.

راپور وايي چې تهران حتی تر دې مخکې چې له امریکا سره مستقیمه ډیپلوماسي ودروي، په خبرواترو کې یې سخت دریځ خپل کړی و او د دې هیواد له لوري د شاتګ کومه نښه نه لیدل کېده.

د منځګړو او یو باخبره کس په وینا، ایران پاکستان ته، چې د خبرو منځګړیتوب یې کاوه، ویلي و چې «ځان په برلاسي موقعیت کې ویني» او لا هم په خپل وسله‌تون کې ۱۵ زره توغندي او ۴۵ زره ډرونونه لري.

منځګړو ویلي چې دا شمېرې ښايي مبالغه وي، خو د خبرو اترو پر مهال د ایران د کلک دریځ څرګندونه کوي.

په همدې وخت کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکل شوی ضرب‌الاجل چې د ایران په وخت د چهارشنبې په سهار پای ته رسېږي، نژدې شوی، او امریکا او اسرائیل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د منځګړو او د سپاه پاسداران په وینا، ایران ګواښ کړی چې په غبرګون کې به د خلیج هېوادونو او د اسرائیل د برېښنا او انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو پراخ بریدونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځواب/ ا جمل پسرلی

موږک/ اجمل پسرلی

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...