جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر: طالبان دې د دوحې تړون عملي کړي

د پاکستان دفاع وزیر: طالبان دې د دوحې تړون عملي کړي

تاند: ( شنبه، د سرطان ۲۴ مه)  د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د طالبانو پر رژیم توندې نیوکې کړي او ویلي، چې د یوه ښه ګاونډي رول نه ادا کوي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د ده په ټکیو افغان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیدو ته پرې نه ږدي او په دې اړه د دوحې تړون عملي کړي.

طالبانو د نوموړي څرګندونې رد کړي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې کومه ترهګره ډله نشته او د چا خاورې ته ګواښ نه دی پېښ شوی.

په وروستیو ورځو کې د پاکستان پر پوځ یو شمېر بریدونه شوي، چې دغه هېواد یې پړه له افغان خاورې پر ادعا شویو فعالیت کوونکو جنګي ډلو اچولې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژيم په دې اړه ادعاوې بې اساسه بولي.

1 COMMENT

  1. پدې ۴۵ کالو کې بیا پدې ۲۰ کالو د پاکستان پوځ او استخباراتو د امریکا ټول تړونونه داسې عمل کړل چې امریکایی چارواکو په بیا دلته کرزی ته ویل چې افغانستان څخه پاکستان موږ ته ۱۰۰ ځله بهتر ده نو چې داسې تمه تاسې اوس لري نو لازمه ده چې تاسې تیر کړنۍ چې افغانانو سره کړی لومړی ځواب ورکړی ځکه د تاسو (پوځ او استخباراتو) په دستور ګلبدین، رباني، مجددي ، سیاف او نورو هغه ۷ ګانه او ۸ ګانه ډلو دومره انسان ووژل چې لا تر اوسه پورې د تاریخ په کتاب لیکل شوي ندې ځکه تیر نظام د امریکا په اشاره چلیده او پدې ۴۵ کلنه جګړه کې امریکا، برتانیه، فرانسه او عربستان او روسیه پاکستان او ایران تاجکستان ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان په لږه اندازه) ښکيل وو. را به شو دیته چې همدې ناټو (امریکا، برتانیه، جرمنی فرانسی) آیساف ټول نظامی وسایل د پاکستان له لوري افغانستان ته رالیږل مګر تا (پنجاب) چپتیا اختیار کړی وو ځکه هلته ستاسو ګټي وي او همدې جنرال مشرف له امریکا سره تړون کړی چې کولي شی د پاکستان خاوره او فضا د افغانستان په وړاندې وکاروی مګر نن د همدې خواجه آصف هغه ټول هیر دي، اوس راځی غواړي چې اوسني افغان دولت دیته مجبوری چې د دوي ټولي کړنی رسنیو ته بیان کړي او ټکي په ټکي کړني او همکاری له ناټو او امریکا سره بربنډ کړی مګر موږ افغانان د دوي (پنجاب ) په څیر کردار نه کوو ځکه تاریخ ښودلی (۱۲۰ ، ۴۵ ، ۳۵ او ۲۰ کالو ) ښکته د پنجاب خاوره د افغانانو پر ضد کارول شوي نړیوال خبر دي نړیواله محکمه خبره ده او ملګری ملتونه خبر دي بیا د دوي بیځایه خبري څه معنا ؟ که رښتیا داسي وی نو بیا تاسو ولي همدې طالبانو ته دا زمینه برابروله چې د اوسني قدرت واکمان شي مګر لدې معلومیږي چې هم کار کوی او خنجر تر شا نیسي مګر اوس ټول واړه او زاړه افغانان او نړیوال او نور د سیمې هیوادونه د تاسو په مکار او برتانوي اصله سیاست باندې پوه شوي، دا چې افغانان به څه کوي ، راتلونکي خبره ځکه موږ لومړی د نړیوال غبرګون ته د تاسو د تیر ۴۵ جنګی جرمونو څیړنو ته انتظار یو چې نړیوال جنګي جرایمو محکمه ګام پورته کړي او موږ ورته چکچي کړو، موږ پدې هم پوهیږي چې تاسي دا خبري کوی، د څه لپاره؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب