دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا: القاعده له افغانستانه زموږ پر وړاندې ګواښ نه شي کېدای

امریکا: القاعده له افغانستانه زموږ پر وړاندې ګواښ نه شي کېدای

تاند: ( شنبه، د سرطان ۲۴ مه)  د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې “الیزابت هورسټ” په یوه اعلامیه کې ویلي، القاعده شبکه نه شي کولای د افغانستان له خاورې دغه هېواد ته ګواښ رامنځته کړي.

هورسټ د امریکا د استازو مجلس ته په وینا کې وویل: موږ نور په دې باور نه یو چې افغانستان دې یو داسې مرکز وي چې القاعده له هغه ځایه امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

هغې زیاته کړه، که له افغانستان څخه د امریکا پر وړاندې کوم ګواښ رامنځ ته شي، امریکا به په یو اړخیزه توګه د دغه ګواښ پر وړاندې اقدام وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د ملي استخباراتو شورا د القاعدې په اړه په خپله ارزونه کې، چې تېره میاشت یې ځینې برخې افشا شوې وې، ویلي وو، چې القاعده اوس مهال له افغانستانه د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو توان نه لري.

ارزونه زیاتوي که چیرې دا پریکړه وکړي چې دا ډول بریدونه په نړیواله کچه پیل کړي، نو کولی شي په منځني ختیځ او افریقا کې په خپل بریدي وړتیاوو تکیه وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه وینا کې ویلي وو، چې که القاعده ورته له افغانستانه ګواښ شي، له طالبانو به یې په ځپلو کې مرسته وغواړي.

د طالبانو منتقدان بیا دا خبره په دې مانا انګېري، چې ګواکې طالبانو په دوحې تړون کې امریکا سره د دغه هېواد د مخالفانو د ځپلو هوکړه کړې.

طالبان دا تعبیر بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب