سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهنورستان کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ ۱۵۰ بې درکه...

نورستان کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ ۱۵۰ بې درکه دي

تاند (پنجشنبه د اسد ۷) د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کلي کې تېره شپه سیلابونه راغلي چې په سلګونه کورونه وړي او ګڼ شمېر خلک یې وژلي دي.

خلک له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستو غوښتنه کوي.

د کامدېش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي تاند ته وویل چې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ تنه مړه شوي دي او ۱۵۰ نور بې درکه دي.

په همدې حال کې د نورستان د ولایتې شورا رئیس سعدالله پاینده زوی وویل چې په میردېش کې سیلاب سل کورونه د انسانانو او څارویو سره وړي او تراوسه د ۴۰ تنو جسدونه رااېستل شوي دي.

په سیمه کې قومي مشران له حکومت او مرستندویه ټولنو په ځانګړي ډول له سور صلیب سیلاب ځپلو ته د اړېنو مرستو غوښتنه کوي.

دوی وايي سیمې ته باید ځکه سور صلیب مرستې ورسوي چې هغه ساحه د طالبانو په ولکه کې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، د کامدیش ولسوالۍ په میردېش کې د سختو ورښتونو له امله سیلاب راوتلی او یاد کلی یې ۹۰ سلنه ویجاړ کړی دی.

د والي په خبره چې تراوسه لسګونه کسان وژل شوي خو دا چې په میردیش کې ټلیفون کار نه کوي دوی ترې کره معلومات نه لري.

د حافظ عبدالقیوم په خبره یاده ساحه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او که هغوی ورته اجازه ورکړي دوی حاضر دي چې سېلاب ځپلو ته مرستې ورسوي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ټولو مرستندویه ادارو او هغو حکومتي کسانو ته هم د مرستو رسولو اجازه ورکوي چې وسله ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب