پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+افغان لوبغاړي فهیم او کیمیا یوسفي په المپيک کې سبا لوبېږي

افغان لوبغاړي فهیم او کیمیا یوسفي په المپيک کې سبا لوبېږي

تاند ( پنج شنبه، د اسد۷) د توکیو ۲۰۲۰ المپيک لوبو کې افغان لوبغاړی فهیم انوري سبا جمعه د خپل سیال پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

په دې لوبو کې له افغانستان نه ۵ لوبغاړو ګډون کړی وو.

فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې  او مهدي یاوري د نښه ويشتو په برخه کې له ماتو سره مخ شول او مډالونه یې ترلاسه نشو کړای.

دغه راز کېمیا یوسفي هم سبا لوبه لري.

تر دې دمه افغانستان د المپيک په روانو لوبو کې هېڅ مډال نه دی ګټلی  خو کېمیا یوسفي او فهیم انوري ته د افغانانو هیلې دي، چې دوی به دا ویاړ افغانستان ته ور بخښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...