شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسیګار: د دوحې تر تړون وروسته د طالبانو بریدونه دوه برابره زیات...

سیګار: د دوحې تر تړون وروسته د طالبانو بریدونه دوه برابره زیات شوي

تاند ( پنج شنبه، د اسد۷) سیګار نن په خپل راپور کې ویلي، چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو بریدونو کې دوه برابره زیات شوي.

سیګار په راپور کې زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري د بریدونو ډېروالي افغان حکومت له سخت بحران حالت سره مخ کړی دی.

راپور کې راغلي چې که څه هم طالبانو په یاد تړون کې ژمنه کړې وه، چې خپل بریدونه به کموي او له افغان حکومت سره به د خبرو مېز ته حاضرېږي، خو نه یوازې دا چې بریدونه کم شوي نه دي بلکې دوه برابره ډېر شوي دي.

سرچینه کاږي، چې تر یاد تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال له سپتمبر نه تر نومبر میاشتې پورې طالبانو ۱۳ زره او ۲۴۲ بریدونه کړي، چې د تېر کابل په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.

سیګار داسې مهال دا راپور خپروي، چې بل لورته افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د کوهدامن له یو شمېر قومي مخورو سره په لیدنه کې  وویل، د طالبانو په کړنو او فکر کې هیڅ راز تغیر نه دی راغلی او په خبره یې، هغوی چې د دغې ډلې د بدلون کاذبه ادعا کوي د سپین بولدک ناورین ته دې وګوري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هغوی چې ملي ګټې یې د اسامه بن لادن قرباني کړي په هیڅ صورت د باور وړ نه دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چین طالبان سیاسي جوړجاړي ته هڅوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب