حفیظ الله تسل
پکول به یې له سره لرې کړ، زلفې به یې وڅنډلې، بیا به یې د شهادت ګوته د غوګونو شاته کش کړه، ول ول زلفې به یې په څپو شوې. له خندا په ډکه خوله به یې وویل: امیرګل به خاورې له خپلې ځوانۍ خوند واخلي. د کوژدې او واده خبره خو یې باید بیخي یاده نه شي. دی لکه چې د نصرو، شمسو او نورو هغو نه ښه ځوان دی، د هغوی لا خط او خال نه ښکارېده چې د کلي په هر کونج، دېره او بنډار کې به یې د بازوانو ستاینه نه کېده. څه یې وکړل؟ خو چې اجباري عسکرۍ ته ولاړ، یو څو د ټوپک او شپېلۍ خبرې به یې چې وکړې؛ نو به یې ډېر ژر کاکلونه په وینو لېت پېت شول. امیرګل هم د دوی په برخلیک اخته بوله. تازه له لېسې فارغ شوی او اوس د کلي غریبو او مسلمانو مجاهدینو ته نصیحتونه کوي. هلکه له خولې دې د شیدو بوی ځي، چېرته د مور شاته غلی کېنه چې ونه ډار شې، ستا یې د نرانو په کار کې څه؟
په یاد مې دي چې زموږ مشر تره به کله نا کله دا پورته خبرې زموږ د کليوال زردو (زرداد) له خولې او حالتو ویل، ویل به یې چې کله به زردو د جګړو له لیکو بېرته راستون شو؛ نو د کلیوالو په منځ کې به یې دا ډول غورې دربې کولې او ځان به ورته بیخي خالد بن ولید ښکارېده.
تره مې ویل چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د کلي ډېر ځوانان په دوه برخو وېشل شوي ول، یو شمېرو یې د حکومت په لیکو کې د ټوپک په اوږه کول سپېڅلې دنده بلله او یو شمېر نورو به بیا د دوی پر وړاندې مخالفت في سبیل الله جهاد ګاڼه. دا دویمه ډله خلک د هغو جهادي ګډونوالو زامن او یا د هغوی په نقش قدم تلوونکي نورسیده ځوانان ول چې د روسانو د تېري پر وړاندې یې خپلې سینې سپر ګرځولې وې، مقاومت یې وکړ، یا شهیدان او یا هم غازیان شول. معیوبیت خو یې ښکاره بېلګې دي.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځ ځای په ځای کېدل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د بریژنیف د ولسمشرۍ پرمهال پیل شول. په افغانستان کې له شرم څخه له ډکې ماتې وروسته، د شوروي سرتېرو جزوتامونو د میخاییل گرباچف د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ په وتلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵ نېټه د دغه شرمېدلي زبرځواک وروستی جزوتام له افغانستان څخه د شوروي خاورې ته واوښت.
مانا دا چې جهاد پای ته ورسېد او له دې وروسته ټول هغه سپيڅلي مجاهدین چې د دغه جهاد د بریا اصلي عاملان وو، په خپلو صادقانه او مسلمانه ژوند تېرېدو بوخت شول. ښایي ډېر یې اوس هم د غربت شپې او ورځې تېروي؛ خو له جهادي نامې او موقف نه بیا یو شمېر نورو هغو ښه پرېمانه استفاده وکړه او د جګړې دوام یې د رزق او خپلې دبدبې تداوم باله. که څه هم چې ډاکټر نجیب به دغو جهادي مشرانو او ډلو ته د سولې په خاطر بیا بیا سر سرتوراوه؛ خو چا یې خبره ونه منله. همدا په پټو سترګو جنګېدونکي خلک ول چې د لنډغرو او نورو بېلارو په کتار کې حسابېدل.
زما د تره په خبره زموږ د زردو کیسه هم د همدې لنډغرو له ډلې وه. دوی د ټوپک له شپېلۍ خوړلې وه، له دې پرته یې د عاید کومه لاره نه تر سترګو کېده. همدا وو چې په ډېر لنډ وخت کې یې د خپل کلي او کور ځوانان، نسبتاً شتمن خلک او نور کلیوال په بېلابېلو پلمو (اشرار، جاسوس، پلنګي او یا د حکومت د مخالف په توګه) په خپلو کې سره په نښه کړل. چا چې تر کومه بریده ظلم وکړ، وخت یې بل ته هم د بدلې اخیستو فرصت په لاس ور کړ.
یوه ورځ چې زردو کلي ته راغی، (بریتور، شانه ور، بازور، او د چا خبره په پیو مست سړی و) د امیرګل غوږونه یې په سپکو سپورو او توندو خبرو ور ډک کړل، بېګاه ناوخته یې د کليوالو په کنډواله لوبغالي کې په وینو لېت بېټ مړی پیدا شو. د امیرګل ځوان وروڼه په کیسه خبر شول او د زردو د خپلوانو هر یو یې بېل بېل په نښه کړ. لنډه دا چې دوی ټولو ښه سره خپلو کې یو بل وداړل او ووژل.
د اوسني پاچا (اشرف غني) د سولې ننواتې هم خلکو ته بابېزه ښکاري. دوی هم د ټوپک له خولې خوړلې، که قرانکریم یې کور ته ور وړې هم، دوی لکه چې بله چاره نه لري؛ بله مهمه اندېښنه یې په کلیوالو د اخ او ډب د بدلې د فرصت په سترګو کتل هم دي.
اوس چې د زردو د وخت کیسه رایاده شي او د ولسمشر له څرګندونې سره یې پرتله کړم، بیخي ډاډمن شم چې جګړه ولې دوام پیدا کوي؟ ولسمشر غني ویلي: طالبان هغه پخواني طالبان نه دي چې له مدرسې فارغ او یوازې راشي؛ بلکې له سیمه ییزو “ترهګرو” ډلو سره اړیکه لري او دوی سیمه کې “یوه تر ټولو شتمنه ترهګره ډله ده.” نو نوشي جان طالبه