شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت: طالبانو په څلورو میاشتو کې ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله...

افغان حکومت: طالبانو په څلورو میاشتو کې ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

تاند (پنجشنبه د اسد ۷) د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې طالبانو د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه ۳۵سلنه تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دې موده کې د طالبانو د بریدونو له امله ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند باندې د څارنې رئیس سید عبدالله هاشمي نن پنجشنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې طالبانو په افغانستان کې د حمل میاشتې له پیل څخه د سرطان تر پایه پورې ۹۳ ځانمرګي بریدونه، ۶۵۰ توغندیز بریدونه، ۱۶۷۵ چاودنې، ۸۴۴ هدفي وژنې او ۶۲۳ ځمکنۍ نښتې کړي دي.

د سید عبدالله هاشمي په خبره، د وسله والو طالبانو په دغو بریدونو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان شوي چې په وینا یې په وژل شویو کې ۱۵۷۵ او په ټپیانو کې ۱۱۷۸ ماشومان او ښځې شاملې دي.

نوموړي وویل د روان لمریز کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې ۱۷۶۵ وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او ۹۱۷۸ نور ټپیان شوي دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل چې په دې موده کې څه باندې ۱۰۰۰ طالبان ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د دغو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو وړمه ورځ د وسله والو طالبانو ویاند د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د تلفاتو په هکله د یوناما راپور رد کړی و.‌

د افغانستان جګړې په هکله د یوناما راپور؛ حکومت او طالبانو بې اساسه وباله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب