جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سلسلې علي خیل قضیه؛ یو افغان پلاوی د تحقیقاتو لپاره اسلام...

د سلسلې علي خیل قضیه؛ یو افغان پلاوی د تحقیقاتو لپاره اسلام اباد ته ځي

تاند (پنجشنبه د اسد ۷) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل د لور سلسلې علی خیل طبي اسناد او نور شواهد په ډاګه کوي چې نوموړې تر اختطاف وروسته وهل شوې او ربړول شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د سلسلې علي خیل د اختطاف په هکله کره شواهد موجود دي او پاکستان چې د سیاسي استازولیو او ډیپلوماتانو د خوندیتوب مسؤل دی باید په دې هکله جدي څېړنې وکړي.

د بیان له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ یو افغان پلاوی د یادې قضیې د څېړنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې تر اوسه د سلسلې علي خیل د اختطاف په هکله څېړنې پای ته نه دي رسېدلې او ټینګار یې کړی دی چې پاکستاني چارواکي دې په بې ځایه وړاندوینو د افغانانو احساسات نه زخي کوي او دغه راز دې د دواړو هېوادونو اړیکې تر دې ډېرې نه ترینګلې کوي.

د یادونې ده چې د افغان سفیر لور سلسله علي خیل د سرطان میاشتې په ۲۵مه نېټه په اسلام اباد کې تښتول شوې وه.

د افغانستان حکومت له دې قضیې وروسته خپل ډیپلوماتان د امنیتي ستونزو له امله کابل ته راوغوښتل.

1 COMMENT

  1. د پاکستان د داخلې وزېر او د حکومت هغه لافې پټاکې څه شوې چې ویل یې په اته څلوېښت یا دوه تویا ساعتو کې یې نتیجه معلوموو. سخت یې شرمه حکومت او اداره. تر دوی تيټ فطرته مشران په خدای که په کائناتو کې پیدا کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب