شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان جګړې په هکله د یوناما راپور؛ حکومت او طالبانو بې...

د افغانستان جګړې په هکله د یوناما راپور؛ حکومت او طالبانو بې اساسه وباله

تاند (دوشنبه د اسد ۴) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د ملکي تلفاتو په اړه د خپل شپږ میاشتیني راپور کې ویلي، که حالت همداسې دوام وکړي روان ۲۰۲۱ میلادي کال به له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ټولو خونړی کال وي.

د یوناما په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ/د اسد ۴مه/ یې خپور کړ راغلي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرک ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.

په دې راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون میاشتي تر پایه پورې ۵۱۸۳ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې کې ۱۶۵۹ کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور ټپیان دي.

 یوناما په خپل راپور کې د ماشومانو او میرمنو وژل د اندېښنې وړ بللي او ويلي، «په ځانګړي ډول بوږنوونکئ او ژوره اندیښنه دا ده چې ښځې، هلکان او نجونې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایې کې د ملکي تلفاتو نږدې نیمایي برخه جوړوي.»

یوناما د ۳۹سلنه ملکيانو د مرګ‌ژوبلې مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه د ۲۳سلنه ملکيانو په مرګ‌ ژوبله کې مسوول دي.

یوناما دغه راز ویلي چې د دې مرګ ‌ژوبلې ۱۶سلنه عاملان د حکومت ضد نور وسله‌وال دي او ۱۱ سلنه ملکیانو ته په متقابلو نښتو کې مرګ ‌ژوبله اوښتې. دغې ادارې د ملکي مرګ‌ژوبلې ۹ سلنه د داعش د خراسان ډلې او دوه سلنه یې د حکومت پلوه وسله‌والو ډلو ته منسوب کړي دي.

يوناما ليکلي، له ۲۰۰۹ کاله، چې دا بنسټ د ملکي تلفاتو سيستماتيک ثبت او استناد پیل کړی، دا لومړی ځل دی چې نړیوالو ځواکونو ته د ملکي تلفاتو هيڅ پيښه نه ده منسوب شوې.

خو د افغانستان حکومت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د ملکيانو د مرګ‌ ژوبلې په تړاو د یوناما راپور رد کړ.

د افغانستان د وسله ‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، «موږ په خپلو ټولو عملیاتو کې لومړنی فکتور چې په پام کې نیسو د ملکیانو د مرګ‌ژوبلی مخنیوی دی.»

د هغه په وینا افغان ځواکونو د ملکيانو د مرګ ‌ژوبلې او د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي لپاره په یو شمیر سیمو کې خپل یرغلیز او دفاعي عملیات په ورو مخ ته وړي دي.

طالبانو هم د یوناما دا راپور یو اړخیز بللی او وايي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره پام کوي.

یوناما همداشان ویلي چې په دې موده کې څه باندې ۲۰۰زره افغانان د جګړو له امله بې ‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې په خپل راپور کې د جګړې په دواړو خواو غږ کړی چې د تاوتریخوالي پرځای دې د خبرو مېز ته حاضر شي.

د یوناما په باور که د جګړې دواړه خواوې فکر کوي چې جګړه د ستونزو حل لار ده، دغه فکر پرته له افغان وژنې بل څه په میراث نه پریږدي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب