تاند ( دوشنبه، د اسد ۴) د ۲۰۲۰ کال توکیو المپيک لوبو کې یوې ۱۳ کلنې جاپانۍ پېغلې د سرو زرو د مډال په ګټلو سره نړیوال رېکارډ ثبت کړ.
دغه پېغله نیشا نومېږې، ۱۳ کاله او ۳۳۰ ورځې عمر لري.
نوموړې د اسکېټ بورډېنګ برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه او خپل نوم یې د المپیک د نړیوالو رېکارډونو په کتاب کې ثبت کړ.
نیشا په دې بریا سره د المپيک په تاریخ کې تر ټولو ځوانه لوبغاړې شوه، چې په ۱۳ کلنۍ کې د سرو زرو مډال ګټي.
دغه راز په روان المپيک سیالیو کې بیا جاپانيانو اوتا آبه او هیفومي، چې خور او ورور دي د جودو په برخه کې خپل سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه خپل کړل.
دا هم د المپيک په تاریخ کې لومړنی ځل دی، چې خور او ورور په یو ځل د سرو زرو مډالونه ترلاسه کوي.