Homeخبرونههند ته د افغانستان د لوى درستيز سفر وځنډېد

هند ته د افغانستان د لوى درستيز سفر وځنډېد

تاند(دوشنبه، اسد4) – هندوستان ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز ستر جنرال ولي محمد احمدزي سفر د طالبانو د وروستيو تاوتریخوالو د زياتوالي له امله وځنډېد.

ټاکل شوې وه، چې ښاغلى احمدزى به د جولاى په 27مه د درې ورځني سفر لپاره هند ولاړ شي او هلته به د دې هېواد د لوى درستيز جنرال منوج ناراواني او د ملي امنیت سلاکار اجيټ ډوال سره وګوري، خو په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ ويلي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د تاوتريخوالو او بريدونو د زياتوالي له امله دغه سفر ځنډېدلى.

جنرال احمدزى تېره مياشت د ولسمشر غني له لوري د بدلونونو په لړ کې د ملي وزارت د لوى درستيز په توګه وټاکل شو.

ويل کېږي دا سفر له دې امله مهم بلل کېږي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو سره په تېرو څو اونیو کې وسله والو طالبانو تاوتریخوالى زيات کړى او د افغان ځواکونو سره جګړو هم زور اخيستى دى.

نوې ډهلي ته د جنرال احمدزي سفر داسې مهال ځنډېږي چې ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن هم په دوه ورځني سفر دغه هېواد ته سفر وکړي.

تمه ده، چې د ښاغلي بلېنکېن سفر به د افغانستان لپاره خورا ګټور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...