تاند (دوشنبه اسد4) تر راتلونکو دوو اونیو پورې د هیواد په کچه ټول محصلان او د تحصیلي بڼسټونو کارکونکي د کرونا واکسین تر لاسه کوي.
دلوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې ددغه وزارت مسوولينو په يوې غونډه کې پتېلې ده چې تر راروانو دوو اونيو ټولو محصلينو او د تحصيلي ادارو کارکوونکو ته د کورونا واکسين ولګول شي.
د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت استازي هم ډاډ ورکړی چې دوی خورا ډېر واکسین لري او کولای شي تر راتلونکو لسو ورځو په ټول هېواد کې د پوهنتونونو استادان، کارکوونکي او محصلین واکسین کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د کورونا ګواښ تر ۳۵ سلنې کم دی، د زمري میاشتې په ۱۷مه حضوري درسونه پیل شي.
په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د پوهنتونونو او ښوونځيو درسي بهير سخت زيانمن شوی دی او د بريښنا د کموالي او انټرنټ ته د محدود لاسرسي له امله د آنلاين زده کړو بهير هم له ستونزو سره مخ و.