جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+دا ښځه له یږ سره یوځای اوسي

دا ښځه له یږ سره یوځای اوسي

تاند- د روسیې په سایبریا کې یو یږ له یوې ځوانې ښځې سره یو ځای اوسي او په ګډه کبان نیسي.

دا ښځه، چې ورونیکا نومېږي، وايي چې له خپل یږ سره هره ورځ د کب نیولو لپاره نوفوسیبریسک (Novosibirsk) جهیل ته ځي.

د بریتانیا د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې، ورونیکا وايي، دا یږ یې چې کوچنی و، په یوه پارک کې وژغوره او اوس یې د کورنۍ د غړي په شان دی، له هغه سره خپل خوراک ویشي او د خوب په مهال هم په یوه خونه کې ویدېږي.

ورنیکا وايي چې ارچي سخت د اوبو لېوال دی او له همدې کبله هره ورځ له دې سره د کب نیولو لپاره جهیل ته ځي.

دا خپل یږ ته، چې اوس ډیر لوی شوی، د خبل ډېر نژدې ملګري په سترګه ګوري او باروي ده چې تاوان نه وراړوي.

2 COMMENTS

  1. شکر دې وباسي چې له یږ سره اوسېږي، مونږ له خرو سره ژوند کوو. تاسو وګورئ چې کندهار یې څه حال ته رسولی دی.

  2. یاره خرو ته دې توهین کړی. د خره نوم هسې بد دی. بیچاره شپه او ورځ کار کوي، باحوصلې دی، په خبره هم پوهېږي، کله نر کله ښځه او یا کوم بوډا او ماشوم ډاکتر او کلینیک ته هم بیايي. بار وړي او ځان خپل د مالک تابع ګڼي. کله خلک خندوی هم. څوک وژني نه، چاته خوله نه اچوي. که یې ووهې يوازې نارې سورې باسې او بس. خلاصه هر کار چې پرې کوې کوه یې اخ هم نه باسې. خر به ضرور خفه شې که پوه شي چې له هغه کسانو سره پرتله شوی چې هره ورځ بې ګناه خلک وژني، نه مشر نه کشر، نه ماشوم نه زوړ، نه ځوان، نه د خور او مور او خلاصه د هیچا پروا نه لري. کلینکونه، روغتونونه او پلونه ورنوي، ټوکماران وژني، او د نړۍ پر مخ هر بد فعل تر سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب