جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بالیووډ اداکاره جیانتي د ناروغۍ له امله مړه شوه

د بالیووډ اداکاره جیانتي د ناروغۍ له امله مړه شوه

تاند ( دوشنبه، د اسد ۴) د هند د تامل فلمي صنعت نوموتې هنرمنده جیانتي د ۷۶ کلونو په عمر مړه شوه.

هندي رسنۍ وایي، چې نوموړې د ډېر زړښت له امله په ډېرو ناروغیو اخته وه او له همدې امله مړه هم شوه.

سرچینې وایي، چې جیانټي د سویلي هند د ژبې له ۵۰۰ څخه په ډېرو فلمونو کې کار کړی دی.

د معلوماتو له مخې  جیانتي په فلمي صنعت کې د ابینیا شاراد په نوم سره یادېده.

هغې په ۱۹۶۳ کال د نڅاګرې په توګه خپل کار پیل کړ او په ډېرو فلمونو کې يې خپله اداکاري وښوده.

جیانټي په کال ۲۰۰۵ کې جایزه هم اخیستې ده.

د نوموړې په مړینه د هندي سینما ګڼو لوبغاړو خواشینې ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب