جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+وینسټن چرچل (Winston Churchill) څنګه مبارزه کوله؟| دولت وزیري

وینسټن چرچل (Winston Churchill) څنګه مبارزه کوله؟| دولت وزیري

ټول د بریا لپاره مبارزه کوي، خو بریا له هڅو او صادقانه مبارزې پرته نه ترلاسه کېږي.

وینسټن چرچل په ۱۹۴۰ میلادي کال د لومړي وزير په توګه له ټاکل کېدو درې ورځې وروسته د انګلستان له پارلمان څخه پوښتنه وکړه:

«موخه مو څه ده؟»

خپله يې وويل:

«په یوه کلمه کې ځواب درکوم: بریا، په هره بیه بریا، له وحشت سره بریا، له خنډونو سره بریا او د تګلوري له اوږدېدو سره بریا، ځکه چې له بریا پرته پاتې کیدل او بقا شونې نه ده.»

دوستانو! که غواړو چې بقا ولرو او پاتې شو، بې له بریا امکان نه لري.

چرچل زیاته کړه:

«تاسو ته د وينو، اوښکو، خولو او سخت کار پرته نور څه نه لرم.»

دوستانو! څوک چې له هېواد سره مینه لري، هغوی د اړتيا پر وخت خپل هېواد ته د وينې ورکولو، خولې او اوښکو تويولو څخه دریغ نه کوي، په ابادولو او سمسورولو کې يې تل تاند او هڅاند وي.

چرچل له پارلمان څخه پوښتنه وکړه:

«زموږ سیاست څه دی؟»

ویې ویل:

«ځواب درکوم: په سمندر، وچه او هوا کې په ټول توان او ځواک چې خدای تعالی موږ ته راکړی، جګړه کوو.»

دوستانو! له دښمن څخه د خپل هیواد د خلاصون لپاره چې په ټول هغه توان او ځواک چې څښتن تعالی موږ ته راکړي دی لاس په کار نه شو، په ټینګ باور سره هېواد مو لاسه وځي او بيا وروسته پښېماني ګټه نه لري.

که چېرې د دښمن توطیو او دسیسو ته ځیر نه شو او د څو پیسو په بدل کې ووایو چې«زما یې پرې څه» او ووايو چې په ما پورې اړه نه لري، د يو چا ښې خبرې د سليقې له مخې رد کړو او پر ځان يې بدې ولګوو، باور وکړئ چې په سیالانو کې به خپل هیواد سیال نه کړو.

وايي:

یوه ورځ چرچل د بي بي سي راډیو سټوډيو ته د مرکې لپاره په ټکسي موټر کې روان و، کله چې ټکسي د دفتر مخې ته ودرېده، چرچل د پنځو پونډو پر ځای ټکسیوان ته لس پونډه ورکړل.

ټکسیوان ته يې وویل:

«دلته ما ته منتظر شه زه بېرته راځم.»

 ټکسیوان ور ته وویل:

«زه انتظار نه شم کولای، ځکه چې څو شېبې وروسته په راډيو کې چرچل خبرې کوي، زه کور ته ځم چې د چرچل  وینا واورم.»

 چرچل ورته وویل:

«د پنځو پونډو پر ځای به لس پونډه درکړم.»

ټکسیوان بې له ځنډه ځواب ورکړ:

«په سترګو، تاسو ته انتطار کوم، چرچل په بلا وهم او خبرې يې هم په بلا وهم. زما لپاره د هغه تر خبرو پیسې ښې دي.»

 وروسته چرچل وویل:

«له هېواد سره مينه له خپلو شخصي ګټو تېرېدل او قرباني غواړي.»

دوستانو:

     وطن دی کور زموږ

             وطن دی ګور زموږ

                      که يې ونه ساتو له نورو

                                      مخ دی تور زموږ

                                               وطن دی کور زموږ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب