سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+طبیعي رڼا سترګو ته ګټوره ده

طبیعي رڼا سترګو ته ګټوره ده

تاند- له یوې څېړنې سره سم که ماشومان له کوره دباندې په ازاده هوا کې زیات وخت تېر کړي، د سترګو نظر به یې د هغو کسانو په پرتله ښه وي چې ډېر وخت په خونه کې تېروي.

د انګلستان د کمبریج پوهنتون څېړونکو په دې برخه کې له اتو څېړنو وروسته وویل چې په اوونۍ کې یو ساعت زیات وخت له کوره دباندې په ازاده فضا کې د کوچنیانو پاتې کېدا د دوی د لېرې دید یا نظر د کمزورېدو خطر کموي.

تر دې تحقیق مخکې په ځلونو ویل شوي و چې د هغو کسانو سترګې ژر کمزوري کېږي چې په تیاره ځایونو او په ځانګړي ډول زېرزمینیو کې ژوند کوي.

د کمبریج پوهنتون څېړونکي وايي چې طبیعي رڼا(نه د ګروپ یا څراغ) او همداراز لېري ځایونو یا شیانو ته کتل د سترګو له نظر سره مرسته کوي.

څېړونکو دا څېړنه په شاوخوا لس زره ماشومانو او زلمکو باندې کړې.

په برتاتیا کې د یو یا دوو فیصدو تر اوو کالو کشرو ماشومانو د سترګو لېرې نظر کمزوری دی خو په یوشمېر اسیايي هیوادونو کې د اتیا فیصدو ماشومانو د لېري نظر کمزوری دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب