جمعه, جنوري 23, 2026
Homeخبرونهوسله والو په بلوچستان کې ۳ بانکونه ووهل او میلیونونه روپۍ یې...

وسله والو په بلوچستان کې ۳ بانکونه ووهل او میلیونونه روپۍ یې ورڅخه یووړې

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) وسله والو کسانو د بلوچستان د نارام ایالت د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کې پر درې خصوصي بانکونو برید کړی او میلیونه روبۍ یې ورڅخه وړي دي.

د بلوچستان د پولیسو چارواکو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۴/ د دسمبر ۱۵) وویل، وسله والو له دغو درېیو بانکونو څخه تر ۱۵۵ میلیونه زیاتې روپۍ وړي او تښتېدلي دي.

پنجګور له افغانستانه سلګونه کیلومتره لېرې، د ایران پولې ته نژدې دی.

پولیس وايي، د پیسو د وړلو په مهال د پولیسو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې او ډزې وشوې.

د ډزو په پایله کې د یو پولیس په ګډون دوه کسان وژل شوي، او څلور نور پولیس ټپیان شوي دي۔

تراوسه څرګنده نه ده چې په بانکونو حمله کوونکي غله وو او که د بلوچستان بېلتون غوښتونکي. په بلوچستان کې بلوچ بېلتون غوښتونکي ډېر فال دي او د دغه ایالت ګڼې بلوچ مېشتې سیمې تر کنټرول لاندې لري. هغوی وخت ناوخته پر پاکستاني پوځیانو او ملېشو بریدونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

د ټل مشاعره د《۱۳۷۲》لمریز د دوبي سخته ګرمي وه، ننګرهار پوهنتون رخصت شوی و، کله به چې پوهنتون رخصت شو، نو زما زړه به راتنګ...