(Berners-Lee, Tim)
(۱۹۵۵ – )
ژباړه: رحمت شاه فراز
برنرز-لي، د نړیوال جال (World Wide Web) اختراع کوونکی دی، چې د الفاظو، انځورونو او غږونو یوه تړلې نړۍ ده او اوسمهال یې په ټوله نړۍ کې د میلیونونو خلکو له ژوند نه غېږه را تاو کړې.
برنرز-لي د جون په اتمه، ۱۹۵۵ کال په لندن کې زېږېدلی. ټیم د هغو دوو ریاضي پوهانو ماشوم دی چې پخپله هم د کمپیوټر سرلاري وو او د ۱۹۵۰ کلونو په پیل کې يې د مانچسټر پوهنتون د مارک ۱ کمپیوټر د جوړونې له پروګرام سره مرسته کړې. په هلکوالي کې، برنرز-لي د ریاضي د مغلقو مسایلو له حل کولو سره د پام وړ لېوالتیا لرله. دغه مسایل به د ټیم مور او پلار ده ته ورکول. همدا راز له دې سره یې هم ډېره دلچسپي لرله چې له کارتنونو څخه «جعلي» کمپیوټرونه جوړ کړي او خراب کاغذي پنچ ټېپونه استعمال کړي. ټیم به په دې ډول د خپل جعلي کمپیوټر عملیات په تقلیدي شکل سرته رسول.
خو دا جلا خبره ده چې د برنرز-لي لېوالتیاوې او علاقه مندۍ تل خورا پراخې او ارتې وې. ده به د ځان په هکله ویل چې په ماشومتوب کې ده ته د ماشومانو دایرة المعارف او یو بل کتاب چې «هر څه په خپل ځان کې ولټوه» نومېده، ورکول شوي وو. له همدې وختونو نه ده ته دا نظر ډېر جالب وو چې ټول علم را ټولېدای، ترتیب کېدای او له یو بل سره وصل کېدای شي.
برنرز-لي غوښتل چې یو داسې پروګرام ولیکي چې له هستوي ساینسپوهانو سره د خپلو پروژو په تعقیب کې مرسته وکړي. خو د نوموړي د کار پایله نړیوال جال وخته. نړیوال جال د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې تجارت، ښوونې و رزونې او رسنیو ته یو لوی تغیر ورکړ.
په ۱۹۷۰ کلونو کې د لېسې په دوران کې برنرز-لي له برقي وسایلو سره کار کول زده کړل او حتی خپل یو کمپیوټر یې جوړ کړ چې له لومړني تجارتي مایکروپروسېسر نه يې ګټه پکې اخیستې وه. ورپسې یې په اکسفورډ پوهنتون کې فزیک ولوسته، او په ۱۹۷۶ کال يې له کدر سره د لیسانس سند واخیست. له فراغت وروسته يې په کمپیوټر پورې اړوند ګڼو شرکتونو کې دنده ترسره کړه، د پرنټر د کنټرول سافټوېر يې ولیکه او د عامل سیسټمونو په اړه يې لا ډېر ځان پوه کړ. د دې څو اړخیزو تجربو په پایله کې برنرز-لي له ساینسپوهانو سره وپېژندل او د هغوی له کمپیوټري اړتیاوو سره اشنا شو، دغه راز د اوسنیو کمپیوټرونو وړتیاوې ورته روښانه شوې او د سافټوېر انجینرۍ له علم سره یې بلدتیا پیدا کړه.
تر ۱۹۸۰ کال له مخه، ټيم په CERN شرکت کې د یوه خپلواک مشاور په توګه کار کاوه. سرن د فزیک د څېړنو ستره اروپايي مؤسسه ده. په همدې شرکت کې د نوموړي د علاقې تګلوری د کمپیوټر د هارډوېر له پېچونو او نټونو واوښت او د علم د جوړښت په څېړنه او پلټنه يې لاس پورې کړ، او ویې موندله چې ممکن په کمپیوټري شبکو کې هم له علم سره معامله او سروکار لرلی شو.
په خپل ژوندلیک کې چې د «نړیوال جال اوبدنه» نومېږي او په ۱۹۹۹ کال چاپ شوی، برنرز-لي خپل تر ټولو مهم فکر ته په اشاره کې وايي «فکر وکړئ چې ټول هغه معلومات چې په کمپیوټرونو کې ذخیره دي، له یو بل سره وصل دي؟ فرض کړئ چې زه خپل کمپیوټر داسې پروګرام کړم چې یو داسې ځای جوړ کړي چې په هغه کې هر شی له بل هر شي سره د وصل کېدو وړ وي.» ټیم د یوه پروګرام لیکلو ته مټې ور نغاړلې چې انکوایر نومېده، انکوایر د هغه دایرة المعارف نوم وو چې ده ته په ماشومتوب کې ورکول شوی وو. د انکوایر تر شا اساسي فکر دا وو چې د علم هره ټوټه د علم له بلې هرې داسې ټوټې سره وصل کېدای شي چې د ګټه اخیستونکي له علاقې او اړتیاوو سره مطابقت ولري. د یوه سند یا د معلوماتو د یوې ټوټې لینکونه د یوه بل سند یا د معلوماتو د یوې ټوټې له لینکونو سره نښلول د هایپر ټېکسټ (hypertext) په نوم یادېږي. د هایپرټېکسټ نظریه په ۱۹۶۰ کلونو کې د وانیوار بوش او په ۱۹۶۰ کلونو کې د ټېډ نیلسن له خوا معرفي شوه.
ټیم چې په ۱۹۸۴ کال کې د CERN شرکت غړیتوب ومانه، د لسګونو داسې کمپیوټرونو او سافټوېرونو د مدیریت او تنظیم هڅې يې پیل کړې چې له یو بل سره يې د استعمال قابلیت نه درلود یا د کمپیوټر پوهنې په اصطلاح انکمپاټیبل (incompatible) وو. دغه کمپیوټرونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زرګونه ساینسپوهانو دې لابراتوارونو ته راوړي وو. د شته سیسسټمونو ستونزه دا وه چې هر سیسټم د لاسرسي تخصصي پروسو ته اړتیا لرله او دې کار د څېړونکو لپاره دا ستونزمنه کړې وه چې له یو بل سره ډېټا شریکه کړي او یا د هغو موجوده سافټوېري ابزارو په باره کې معلومات ترلاسه کړي چې ممکن د دوی پرابلمونه يې حل کولی شوی.
تر ۱۹۸۹ دمخه، برنرز-لي د معلوماتو د اتصال ربړې ته یوه حل لاره وړاندې کړه. ټیم د انکوایر له پروګرام څخه د هایپرټېکسټ نظریه را واخیسته او د انټرنېټ له پرمختیايي وړتیاوو سره يې یو ځای کړه. انټرنېټ دمخه لا د ډېټابېسونو، ارشیفونو او د معلوماتو د نورو سرچینو یو ارت نظم او زېرمتون چمتو کاوه. د ده اساسي وړاندیز دا وو چې د دودیزو ډېټابېسونو له ساختار نه صرف نظر وکړو او په ټولو سیسټمونو کې له ذخیره شوي متن سره د «پاڼو» په توګه چلند وکړو، چې هره پاڼه به خپل ځانګړی ادرس لري، او دغه ادرس به د دې سند یا ډاکومنټ لپاره یو نړیوال پېژندوال (identifier) وي. دغه ادرس وروسته د URL یا uniform resource locator په نوم پېژندل شو. ټیم او همکارانو يې د دې لپاره چې د یوې پاڼې لغتونه یا عبارتونه د بلې پاڼې له لغتونو یا عبارتونو سره وصل کړي، له هایلایټ شوي متن څخه ګټه واخیستله، او د هایپرټېکسټ د اېډیټ کولو یو موجوده سافټوېر يې راواخیست او د نړیوال جال لومړنۍ پاڼې يې ورباندې جوړې کړې. بیا یې یو سرور کمپیوټر پروګرام کړ، چې پاڼو ته لاسرسی ورباندې وکړي او یو ساده براوزر یې جوړ کړ. براوز هغه پروګرام دی چې هر هغه څوک یې استعمالولی شي چې له انټرنټ سره وصل وي او کولی شي چې انټرنټي پاڼې پرې ولولي او د خپلې خوښې لینکونه تعقیب کړي. د ۱۹۹۰ کال تر ډسمبر له مخه، لومړنی وېب سرور یوازې د CERN شرکت په ټولنه کې تر استعمال لاندې وو، خو د ۱۹۹۱ تر اوړي پورې، یاد سرورونه د ټولې نړۍ په انټرنټ را څرګند شول.
د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۳ کال په منځ کې، د وېب (Web) کلمه په ټوله اکاډمیکه نړۍ کې خپره شوه او د وېب پوستغالي د ګڼو کمپیوټري پلټفارمونو لپاره ولیکل شول. د نړیوال جال د بدنې د معیاري کولو او د دې ټکنالوژۍ تکامل ته د یوه جوړښت ورکولو تقاضا چې مخ په زیاتېدو شوه، برنرز-لي په ۱۹۹۴ کال کې د نړیوال جال کنسورټیم (W3C) بنسټ کېښود. د ګټه اخیستونکو د فیډبک او اصلاح د پروسې په ترڅ کې د ادرسونو (URL) معیارونه، د لېږد پروټوکول (HTTP) او HTML ژبه په محکم ډول رامنځته شول.
برنرز-لي له خپلو همکارانو سره په ګډه په دې هڅه کې شو چې د وېب لپاره یو واضح لیدلوری رامنځته کړي. داسې یو لیدلوری چې د نړیوال جال د چټکې ودې او تجارتي کېدو، په نړیوال جال کې د لویو شرکتونو ګډون چې هر یو له لانجمنو اېجنډو سره را پورته شوی وو، او د سانسور او حریم په تړاو اختلافي مسایل او ربړې په خپل ځان کې را ونغاړي. د نوموړي عمومي تګلاره دا وه چې داسې ابزار (tools) ایجاد کړي چې ګټه اخیستونکو ته دا ځواک او وړتیا ورکړي چې د معلوماتو متعلق نهايي پرېکړه پخپله د ګټه اخیستونکي/ې په لاس کې وي چې کوم معلومات غواړي پخپله وګوري یا ولولي؛ او یا کوم معلومات غواړي نورو ته افشا او څرګند شي.
د نړیوال جال په اصلي ورژن کې، د ګټه اخیستونکو لپاره د وېب پاڼو جوړول همدومره اسانه وو، څومره چې د نورو وېب پاڼو لوستل اسانه وو، او په کومو پوستغالو کې به چې دا پاڼې جوړېدلې، هغه به د متن لیکلو له پروګرام نه ډېر مغلق نه وو. نن ورځ داسې پوستغالي شته چې د HTML کوډ جزیات د پنځګر له سترګو پټوي او د وېب پاڼو جوړول پکې اسانه وي، خو برنرز-لي په دې نظر دی چې که موږ غواړو چې نړیوال جال په رښتیا یو تعاملي او بې بند و باره علمي سیسټم اوسي، نو حتمي ده چې د وېب استعمال تر دې هم اسانه شي. نوموړی په دې باور دی چې ګټه اخیستونکي باید پر دې برلاسي کړای شي چې د علم په پنځولو کې د فعاله ګډونوالو حیثیت ولري، نه دا چې فقط د معلوماتو منفعله ترلاسه کوونکي وي.
برنرز-لي د داسې سافټوېر له جوړولو سره هم علاقه ښودلې چې په نړیوال کې له مختلفو معلوماتو څخه بهتره استفاده وکړي. یعنې یو داسې «معنوي» جال ایجاد شي چې نه یوازې د معلوماتو ټوټې له یو بل سره وصل کړي، بلکې د هرې اړیکې (کنکشن) تعلق او معنا هم پکې کوډ شوې وي. دغه تخنیک به بوټ (bot) یا سافټوېري اجنټانو ته د دې وړتیا ورکړي چې له څېړونکو سره همکاري وکړي او په دې ډول څېړونکي یوازې پر هغو موادو یا معلوماتو تمرکز وکړي چې د دوی په څېړنې پورې تر ټولو زیات تعلق لري. په نهایت کې به انسانان او ماشینونه د دې جوګه شي چې د علم د لټولو په چاره کې به په فعاله توګه د یو بل لاسنیوی او همکاري وکولی شي. د دې پروسې چې په سترګو یوه اوږدمهاله پروسه برېښي، لومړني پړاوونه نن ورځ د نوې XML ژبې او RDF په بڼه لیدلی شو، چې په دې کې XML د معلوماتي تشریح ژبه او RDF د منابعو د تشریح فرېم ورک یا چوکاټ دی.
برنرز-لي د کمپیوټري ټولنو له لوري په ګڼو جایزو او میډالونو ویاړل شوی دی، چې له ډلې یې د کمپیوټري ماشینرۍ ټولنه او د الکتریکي او الکترونیکي انجینرۍ مؤسسه ښودلی شو. په ۱۹۹۹ کې ټایم مجلې نوموړی د روانې پېړۍ د سلو سترو اذهانو له ډلې وشمېره. تر کومه چې د ۲۰۰۳ کال خبره ده، نو په دې کال نوموړي د کمپیوټر ساینس لپاره د MIT په لابراتوار کې دنده ترسره کوله.
اضافي لوستونه:
1- Berners-Lee, Tim. “Papers on Web design issues.” Available on-line. URL: http://www.w3.org/DesignIssues.
2- ———. “Proposal for the World Wide Web, 1989.” Available on-line. URL: http://www.w3.org/History/1989/proposal.html. Posted in March 1989, May 1990.
3- Berners-Lee, Tim, and Mark Fischetti. Weaving the Web. San Francisco: HarperSanFrancisco, 1999.
4- Luh, James C. “Tim Berners-Lee: An Unsentimental Look at the Medium He Helped Propel.” Internet World, January 1, 2000. Available on-line. URL: http://www.pathfinder.com/time/interstitials/inter.html.
5- The World Wide Web Consortium. “Tim Berners-Lee.” Available on-line. URL: http://www.w3.org/People/Berners-Lee. Downloaded on October 31, 2002.