چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د مور لپاره تر ټولو غوره ډالۍ | شمس الحق حیران

د مور لپاره تر ټولو غوره ډالۍ | شمس الحق حیران

نن د غبرګولې ۲۴مه او د مور نړیواله ورځ ده. ټول په دې فکر یوو چې مورجانې ته مې څه ډالۍ ورکړم؟ 

دا پوښتنه سړی فکر ته اړ باسي، د ځواب په ارزښت یې یوازې هغه کسان ښه پوهېږي چې خدای د مور بې بدیله ستر نعمت ترې اخیستی دی. یوازې انسانان نه؛ بلکې د ځمکې پر مخ هر ساکښ د مور مینه درک کوي. دا مینه مرغۍ خپلو بچیانو ته په زړه وړونکو نغمو او لوبو، هوسۍ یې په ځانګړي انداز د خپلو بچیانو څټلو او زموږ میندې یې زموږ تر زړه د الاهو د ترنم په آزانګو را رسوي. د مور د مینې په کیسو، ښېګڼو او صفتونو په ټولو ژبو کې پنډ کتابونه ډک دي. آن هغه بې ژبې، بې غوږه او بې غږه جنین هم د مور د مینې خواږه څکي چې لا یې مورجانه په خپله سینه ګرځوي او د نړۍ له هرې ښېګڼې او بدګڼې بې خبره دی. موږ چې په دې خاورینه کره ګام ږدو؛ لومړۍ څېره، لومړۍ موسکا، لومړۍ مچو او لومړۍ توده غېږه مو د مور وي؛ مور مو په وړوکې نازولې ژبه او د سترګو په زړه وړونکو اشارو پوهوي؛ د لوږې او تندې اور مو د خپلې سینې په سپينو پیو مړ کوي، د خپلو آرامو خوبونو ساعتونه ساعتونه زموږ تر څو شېبې آرام قربانوي. په دې ګرده نړۍ یوازینی څوک چې موږ یې د ژوند په لومړیو کلونو کې آن د یوې شېبې لپاره نشتون نشو زغملی؛ زموږ مور ده. انسان که یوازې د مور د مینې ژورو ته ځير شي، د خدای په وحدانیت او ربوبیت به یې باور د فولادو په څېر پوخ شي. ځکه خدای د خپل بې شانه حکمت له مخې د انسان پالنې لپاره مور غوره کړه او د هغې شخصیت یې په داسې بې جوړې عالي اوصافو ښکلی کړ. مور هغه یوازینی موجود دی چې په خبرو، کړنو او مهربانیو کې یې د رحماني مینې خواږه حس کېږي. که ټوله نړۍ دې په خلاف شي، مور به دې تر څنګ ولاړه وي .

زموږ ټولو د خپلو میندو د مینې زرګونه کیسې په یاد دي. زه اعتراف کوم، که مور مې نه وای او که او پلار مې نه وای پاللی، سالمه روزنه یې نه وای راکړې، په ښه او بد یې نه وای پوهولی، نن به یا جګړو او نشو خوړلی وم، یا به ژوندی وم؛ خو د ژوند په مانا به نه پوهېدم؛ اړ او محروم به وم؛ له سالمې ښوونې او روزنې لرې به د ډېر وګړو د زړه آزار هم راپسې و. شکر چې مور او پلار مې وو. پلار مې د هېواد په بل سر کې په ټکنده غرمو مزدورۍ او خوارۍ راته کولې او مور مې زما او وروڼو او خویندو پالنه کوله. نن شکر، یو داسې پر ځان بسیا – ویاړلی ایډیال ژوند لرم، چې له معنوي او مادي پلوه د هېڅ راز کمي احساس نه کوم. لوی خدای دې زما مورجانه او پلارجان تل له موږ راضي ولري، د سر سیوری یې له موږ کم مه شه او خدای دې موږ په جنت کې هم همداسې یو د بل تر څنګ او همداسې یوه خوشحاله کورنۍ ولري. آمین 

راځئ، د مور د ورځې په ویاړ، په ګلونو او ډالیو سربېره؛ خپلو میندو ته مینه ورکړو، مینه، ستاینه او مننه یې یوازې د مور تر ورځې محدوده نه کړو؛ بلکې هره ورځ د مور ورځ کړو. د زړه خبرې یې واورو، د ورځې مثبتې کیسې ورته وکړو، له اوږو یې د پرېشانیو او ناهیلیو دروند پېټی پورته کړو، ماښام چې له کاره کور ته راځو، څو شېبې د خپل موبایل ډيټا بنده کړو، د انټرنېټ له بې سر او پایه مجازي نړۍ د خپل کور وړوکې دنیاګۍ ته راستانه شو، له مور سره د زړه راز او نیاز وکړو؛ داسې احساس ورکړو چې مورې! که د ژوند هر څومره آسانتیاوې ترلاسه کړم؛ بیا مې هم زړه کې ستا ځانګړی ځای هماغسې خوندي او له بل هر چا لوړ دی. میندو ته د هغو ښېګڼو وریادول چې موږ سره یې کړې دي، هغوی ته د ویاړ او عزت احساس وربښي. د ګاللیو کړاوونو تسکین یې پرې کېږي، سترګې یې پرې یخې او د زړه بار یې پرې سپکېږي. میندې لکه ماشومانې په یوه وړه موسکا، یوه ناڅيزه ډالۍ، یوه خوله مجلس او یو مینه ناک چلند یې زړه باغ باغ شي. راځئ، دا خواږه ترې ونه سپموو، ناوړه القاب ورته ونه کاروو، عزت یې وکړو، مادي او معنوي اړتیاوې یې پوره کړو او داسې څه وکړو چې میندې مو راباندې وویاړي. مه هېروئ چې لوی خدای له مور پرته د بل هېچا په قدمونو کې جنت نه دی اېښی. د مهربانه خدای له دغې حکیمانه پرېکړې باید زده کړو چې له خپلو میندو سره پر خپل چال چلند له سره غور وکړو او هغوی ته تر ټولو نېک خویه، وفادار، خوږژبی او له درناوي ډک زوی/ لور واوسېږو. 

ستاسو په اړه نه پوهېږم، خو زما په اند؛ د مور لپاره تر ټولو غوره ډالۍ دا ده چې د کرونا وبا او نورو ناروغیو په وړاندې یې ساتنه وکړو، د روغتیا او ښه ژوند لپاره یې ټول اړین تدابیر په پام کې ونیسو، خپل وخت ورکړو او د زړه ناویلې خبرې یې په پوره مینه واورو. میندې مو زرکلنې او زړونه مو د مور په مینه خړوب شه. 

زما کور په تا جنت دی، ما لپاره فرښته یې!

ژوند له تا نه عبارت دی، ته د ژوند د غره چینه یې!

مور!

خوږې مورې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب