پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکلتورسینماپوهیږئ اکشی کومار په یو فلم څومره پیسې اخلي؟

پوهیږئ اکشی کومار په یو فلم څومره پیسې اخلي؟

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۲۵ مه ) د بالیووډ سینما پیاوړی او مخکښ اداکار اکشی کومار چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري د راتلوونکي ۲۰۲۲ کال لپاره په فلمونو کې د اداکارۍ په سر خپل فیس لا پورته کړی دی.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې اکشی کومار د یو فلم په بدل کې ۱۱۷ کروړه (۱۱۷۰) میلیونه هندۍ کلدارې اخیستی خو د راتلونکي کال لپاره یې دا اندازه ۱۳۵ کروړه اعلان کړې ده.

د اکشی کومار د ډېرو پیسو اخیستو له کبله تازه د بیل باټم په نوم د یو فلم جوړوونکو ترې غوښتنه کړې چې ۳۰ کروړه پیسې ورته کمې کړي.

د دغه فلم جوړوونکو له اکشی کومار څخه دا غوښتنه ورورسته له هغه کړې چې اکشی کمار د بچن پانډی فلم چې د هغه د ملګري ناډیاډوالا دی فقط ۹۹ کروړه روپۍ اخلي او نورې یې ورته پرېښې دي.

د معلوماتو له مخې، د دغې خبرې تر اورېدو وروسته د (بیل باټم) فلم ډایریکټر واشو بګناني له اکشی کومار څخه غوښتنه کړې چې ۳۰ کروړه (۳۰۰ میلیونه) روپۍ دې ورته په خپل فیس کې پرېږدي.

د (بیل باټم) په نوم دا فلم د اپریل په میاشت کې خپرېدونکی و، خو د کورونا له امله خپور نه شو.

اوس د دې فلم جوړونکي غواړي چې فلم خپور کړي، خو د فلم بودجه ډېره ده او کېدای شي له تاوان سره مخ شي نو له دې امله یې د اکشی کومار نه غوښتنه کړې چې په خپل فیس کې دې ورته ۳۰ کروړه روپۍ پرېږدي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د فلم جوړونکو دغه غوښتنې ته اکشی کومار هم هو ویلي دي او د خپل فیس څخه یې ورته ۳۰ کروړه روپۍ کمې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب