جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهناټو د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د مالي ملاتړ...

ناټو د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د مالي ملاتړ پرېکړه وکړه

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۲۵ مه)  ناټو وايي په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې مرسته کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دده په خبره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی.

د ناټو عمومي منشي وایي دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره پر مالي مرستو هوکړه کړې ده او په دې برخه کې به همکار وي.

تر دې وړاندې ویل کېدل چې ښایي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت مسوولیت ترکیې ته وسپارل شي خو طالبانو پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی و او ټینګار یې کړی و چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ناټو او امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

جو بايډن د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده.

د ده په وینا ټولو لورو ټینګار کړی چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز به له افغان ځواکونو هم ددوی ملاتړ دوامداره وي.

بایډن ویلي ټول غړي هېوادونه ټینګار کوي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي خو په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب