تاند – د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
طالب او پاکستاني سرچینو تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د توپونو او نورو درنو وسلو تبادله د جمعې په ماښام پیل شوه.
دې نښتې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د ملکي وګړ په منځ کې سخته وېره خپره کړه او د جګړې د سیمې په اسمان کې دوړې او لوګي له لیري سیمو لیدل کېدل.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډیورند کرښې له هغې غاړې د کندهار ولایت پر سپینبولدک ولسوالۍ د درنو وسلو بریدونه کړي دي.
مجاهد تېره شپه په ایکسپاڼه کې لیکلي چې «پاکستاني لوري یو ځل بیا په سپینبولدک سیمه بریدونه کړي او د اسلامي امارت ځواکونه اړ شوي چې غبرګون وښيي». هغه د مرګژوبلې او نورو زیانونو په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
تراوسه څرګنده نه ده چې جګړه کومې خوا او ولې پیل کړې ده خو پاکستاني رسنۍ (پاکستان ابزرور) د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت په قول ویلي، چې له افغانستان سره د اوربند معنا دا وه چې افغانستان له خپلې خاورې څخه د ټي ټي پي د وسله والو د حملو مخه ونیسي خو تراوسه دا کار نه دی شوی.