جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان په افغانستان کې د ولسواک او ازاد حکومته د جوړېدو هیله...

پاکستان په افغانستان کې د ولسواک او ازاد حکومته د جوړېدو هیله وکړه

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په شپه په يوه رسمي بیان کې وويل، اسلام‌اباد هيله لري چې د افغانستان ولس «په رښتينې توګه آزاد شي او د خلکو د ارادې پر بنسټ يو ريښتينی ولسواکه حکومت ولري».

په دې بيان کې د طالبانو وروستي بريدونه د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو (TTP) او بلوڅ بېلتون‌پالو ګډ کار بلل شوی دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په بیان کې د «طالبانو رژيم» اصطلاح کارول شوې ده — يو بدلون چې د پاکستان د رسمي ډيپلوماټيکو څرګندونو په ژبه کې بدلون ګڼل کېږي، ځکه تر دې وړاندې اسلام‌اباد د طالبانو لپاره د «موقت حکومت» او يا «د افغانستان د حکومت» اصطلاح کاروله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دهمداراز ویلي چې دغه بريدونه د افغانستان له خوا د پاکستان د پولې د بې‌ثباته کولو په موخه ترسره شوي دي او د دواړو هېوادونو د همکارۍ له روحيې سره په ټکر کې دي.

دغه وزارت همداراز د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي وروستيو څرګندونو ته، چې په هند کې يې کړې وې، غبرګون وښود.
په بيان کې راغلي چې متقي هڅه کړې د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرو ډلو» له شتون څخه د خلکو پام واړوي.

اميرخان متقي څو په نوي ډيلي کې په يوه خبري ناسته کې ويلي و:

«يوه ځانګړی حلقه د دواړو هېوادونو اړيکې خرابوي. د افغانستان او پاکستان اړيکې بايد د پوځ د دې کړيو د سياستونو قرباني نه شي.»

دې ته ورته خبره د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد هم پرون په یوه مهمه خبري غونډه کې وکړه او ویې ویل چې د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بيان کې يو ځل بيا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده او زياته شوې چې اسلام‌اباد وضعيت له نژدې څاري او هر ډول تحريک يا راتلونکی اقدام به له «قاطع ځواب» سره مخامخ شي.

بيان زياتوي چې طالبان بايد «په مسوولانه توګه عمل وکړي، خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړه رغنده رول ولوبوي».

2 COMMENTS

  1. WHY IMRAN KHAN IN THE JAIL.
    WHY MAJORITY PUKHTOON BALOOCH AND PTI LEADERS ARE IN THE JAIL.
    WHY YOU DONT WANT WIDE GOVERNMENT FOR PAKISTAN
    AFGHANISTAN IS FRREE COUNTRY
    PAKISTAN IS INDIRECT UNDER ORDER OF BRITISH AND WASHINGTON
    PAKISTAN IS SOLDOUT COUNTRY

  2. ته توره دجاله دا فکر کوې سي د آفغان دولت لاس او پښې تړلي سي ته به ورباندي حملې کوې؟ نه افغانان لاره موندلای سي ستا دالخواره تر اټکه ها خوا وځغلوي. د افغان په یرغل د یوه افغان وسیدونکي وجدان نه مني.ټول د یوه افغان او مسلمان په نوم سره یو کیږي بیله هغه حرامیانو سي مور ونه لري هغه الحمدلله د ګوتو په شمار دي. حتی پدرام هم د خپلې خاورې د ساتلو ننګه وکړه او ځان یې افغان وبلل. ستا هغه خیالي خوبونه سي تا لرل تو جهنم ته یوسې. درود په افغان اتلانو او تلپاتي شهیدانو نومونه سي د خاورې ددفاع لپاره یې سرونه نظرانه کړل. او ویاړ په هغه غازیانو سي پنجابي صیهونیستي چیچیان یې مردار کړل. ❤️💐👍

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب