جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ولې ملي مسایل او سپکاوی ټرینډ ګرځي؟| نعمت‌الله صدیقي

ولې ملي مسایل او سپکاوی ټرینډ ګرځي؟| نعمت‌الله صدیقي

د خپل «زه» تحقیق او تحمل

 

اصلاً موږ عموماً د یوه فکري او علمي ډسکورس یا د یوې باتهذیبه مکالمې د میز خلک نه یو؛ کنه یوازې همدا ملي او علمي مسایل نه؛ بلکې د نورو ډېر ارزښتونو او سرو کرښو بې خوندۍ او ریشخندونه مو هم په دې معاصره بلا «سوشل رسنیو» کې داسې نشوای لېدای، دا بلکل اوس د کتابونو په رومانس اوښتی او ثابت شوی واقیعت دی، چې موږ د علم، کتاب او د ټولنیزې مکالمې له روایته ډېر لرې او په یو بېخونده موډ او حالت کې یو؛ کنه هره ورځ څومره څوک او څنګه دومره سپکاوی، ښکنځلې، پېغورنه، تورنه او سپکې سپورې جوړولی او کولای شي.

 

دوه خبرې ډېرې صریح او څرګندې دي، خو تر دې مخکې یې په هغه دلیل او استدلال خبره کوو، چې ګنې ولس او خلک اوس باشعوره دي او هیڅ د دې اړتیا نشته، چې څوک دې خپل سپیناوی او روڼاوی وکړي او خپلې ناغیړۍ، غلاوې او فسادونه دې پټ کړای شي، په دې کې هیڅ شک و شبه نشته، چې په نن و صبا کې د ډېرو مسلکي او متخصصو غلو او مفسیدینو قضایاوې هم رسوا کېدای او نشي پټېدای؛ خو دا هم څوک نشي تفکیک او توپیر کولای چې په دغسې یوه وخت او منتشر حالت کې دې سپین، روغ او د کرښې او خبرې خلک څنګه محفوظ او وساتلی شي؛ مانا دا چې دا د یوه عبوري دور د عصري او ټکنالوژیکو پرمختګونو او لاسته راوړنو په درشل کې د یو څه «راکړه ورکړه» ده. بختور، واقعي او ګټونکي خلک او ټولنې همغه دي، چې د دې راکړې ورکړې بېلانس، معیار او د عمومي چلندونو کنټرول ولري او خپل ټولنیز، علمي سیاسي او ملي درایتونه او روایتونه د خپلو ګټو پر محورونو او طرفونو مثبت واړوي کنه «د قسمت جنګ دی ورخطا ولاړه یمه».

 

اول خبره دا ده، چې موږ د یوه ملت په توګه دا باید ومنو، چې د ډېر سخت وخت؛ بلکې د پرلپسې ملي حادثو په وجه نیم روغ او د د همداسې ذهني صدمو وهلي خلک یو، چې که هر څومره مثبت ګیرایي او د نه منفيتوب خوا یا طرف هم اخلو داسې یو څه به حتماً مخې ته راځي، چې د مثبت، علمي او باتهذیبه مکالمې او ګټو مخه به نیسي او پر ځای به یې عقدې، نفرتونه احساسات او غیر تعقلي چلن یو ډول د تور، اتهام، د سپکو سپورو او پیغورنو ژبه او جنجال به رامنځته کېږي، چې بلاخره سپین به پکې سپین او تور به پکې تور نه وي.

 

دویمه خبره دا ده، چې موږ د ژوند، اختلاف او دوښمنۍ په هیڅ تقابل او تعدل نه پوهېږو، له بدمرغه دا یو ډول عیني واقیعت دی، چې د سر په سترګو یې شاهدان یو، زموږ د ملت او قومونو په ملي حافظه کې دا شی پخوا نه و؛ بلکې د هرې خبرې، کیسې او عمل خپل خپل نرخونه او روایتونه وو، علم، تمدن او مکالمه هم زموږ د ملي روایت غوښینه برخه وه، د مشر، کشر، عالم او اکابرینو او منورینو درنښتونه او قدرونې هم خپل یو خاص ارزښت او درناوی درلود؛ یعنې دغه توپیرونه چې اوس په موږ کې نشته یا کمرنګه دي دا زموږ خپل عمل که وي هم؛ خو د عمل ترشا انګیزه او اوسنی تیز او توند مزاج یې زموږ بلکل نه دی، هر هغه څوک چې په همدې ملي روایتونو کې برعکس د همداسې یوه بې بنسټه او بې تحقیقه نغارو او ډنډورو او سپکاویو د لاس ښکار وي، دا لاس، ژبه او فکري انګیزه او عمل استعماري ده.

 

پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شو، له دې حالت او چلن سره د مقابلې توان او مخه پیدا کړو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ممکن په دایمي حلارو کې مقدمه شي؛ خو خلاصی ترې هغه وخت ممکن دی، چې عملاً دې ستونزې یا ننګونې ته د یو اجتماعي او ټولیزې سنجیده ربړې په توګه وکتل شي او په اړه یې ټول خلک یوې مثبتې او د ملي طرحې اجماع ته د علم، مکالمې او تحقیق پر روش او میتودونو کار وکړي، فعلاً خو حالت دا دی، چې موږ له همدې ټرینډنو معلومولی شو، چې څوک څومره او په څه ډول د داسې پروپاګنډو ښکار و، پوه شه، چې د باطلو قوتونو او د پردیو د پټو او ښکاره دسیسو ښکار دی؛ خو که په اوږد مهاله تناظر یا لرلید کې د دې مسایلو حل او درک غواړو؛ د خپلو ملي، فکري او علمي روایتونو لارې او تعریفونه به بېرته له سره یو ځل بیا تحلیل، تکرار او تحقق ته سپارو.

 

اوس چې ریاستي او ملي لیدلوري په هره صحنه او شېبه کې د خطر زنګ دي او ملي یا خپلې رسنۍ نشته او هر څوک د «زه» په نامه خپله جیبي رسنۍ او فعالیت لري، همداسې د نورو له هیڅ ډول فکري، علمي او ملي تحجم او یرغل خوندي نه دی؛ نو ځکه اړتیا ده، چې که یوازې په ملي اجماع او یووالي فعلاً د خپل «زه» کنټرول غواړو هغه به د تحقیق او تحمل هغه وي؛ کنه سپي غوږ وړی یا نه؛ خو زموږ منډې لا ښې روانې او ګړندۍ بوله.

 

کالم/ رنسانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب