په ټولنیزو رسنیو کې هره ورځ يا هره اونۍ د بحث لپاره یوه نوې موضوع راځي. هر څوک پرې خپل نظر څرګندوي، بې له دې چې فکر وکړي دا موضوع ورسره تړاو لري که نه، دی يې په اړه معلومات لري که نه. ډېرو ته دا ضروري ښکاري چې حتمًا یو څه شریک کړي، که خپله پوسټ نه کوي، نو لايک او کمېنټ خو چا وړي نه دي.
د دې کار پايله دا ده چې خلک خپل قېمتي وخت ضايع کوي، بېځايه بحثونه کوي او کله ناکله تر سپکاوي هم رسېږي. که يو متخصص يا اړوند شخص په ټرينډ شوې موضوع خپل نظر څرګند کړي، دا يو مثبت کار دی؛ خو ستونزه هغه مهال راولاړېږي چې هر څوک، بې له علمي بنسټه، يوازې د ټرينډ د پيروي لپاره خبرې کوي. دا چاره نه يوازې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو لامل کېږي، بلکې د ټولنيزو ارزښتونو لپاره هم خطرناکه ده.
ځينې کسان خو له همدې لارې د شهرت په لټه کې وي؛ ګوري چې کوم لور ته د خلکو پام زيات دی، نو د تلې په هماغه پله کې ځان اچوي او د نظر څرګندولو په نوم ځان مطرح کوي. بايد پوه شو چې ټولنيزې رسنۍ د مصنوعي ځيرکتيا د الګوريتمونو له مخې کار کوي؛ يعنې هر هغه موضوع چې ډېره شريکېږي او پرې ډېر بحث کېږي، بېرته موږ ته بيا بيا راښودل کېږي، او زمونږ ذهنونه لا نور ورسره بوختېږي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ولې دا حالت تکرارېږي؟ ولې خلک دومره زيات وخت لري؟ ځواب ساده دی: د ټولنيزو رسنيو ډېری کاروونکي بېهدفه، بېپلانه او بېبرنامې ځوانان دي. څوک چې هدف، پلان او واضح تګلاره ولري، هغه حتی په مجازي نړۍ کې هم يوازې خپل هدف تعقيبوي. دی د ورځې موضوع ته نه ګوري، بلکې يوازې هغه څه لټوي چې د ده له هدف سره تړاو لري. دی له نورو موضوعاتو څخه تېرېږي، ځکه پوهېږي چې بېځايه بحثونه يې له خپل اصلي هدفه ليرې کوي.
د افسوس ځای دا دی چې ننسبا ډېری لوستي کسان هم د دې ناروغۍ ښکار شوي دي. د لوستو خلکو مسؤليت دا دی چې په ټولنيزو رسنيو کې رغنده توصيې او لارښوونې وکړي، د خلکو ذهنونه روښانه کړي؛ خو ډېری يې د عامو کاروونکو په څېر يوازې خندا، ټوکې او د ټرينډ پيروي کوي.
لنډه دا چې د هر ټرينډ پسې مه ځئ. هڅه وکړئ خپل هدفونه وپېژنئ او هماغه تعقيب کړئ. هره موضوع چې له تاسو سره تړاو نه لري، اړتيا نه شته چې حتمًا خپل نظر پرې څرګند کړئ. که د بېځايه تبصرو پر ځای په خپل شخصي او مسلکي پرمختګ تمرکز وکړو، نه يوازې له بېمضمونۍ خلاصېږو، بلکې خپل وخت هم په ارزښتمنو کارونو لګوو.