تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) د رسنیو د راپورونو له مهې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پاکستان پر یوه پوځي کالج د وسله والو برید له ۳۳ ساعتونو جګړې وروسته پای ته رسېدلی دی.
دغه برید د دوشنبې په ماښام پیل شوی، چې تر اوږدو نښتو وروسته پاکستاني پوځ د عملیاتو د پای اعلان کړی.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د برید پر مهال په کالج کې شاوخوا ۶۵۰ کسان، د زده کوونکو او استادانو په ګډون، موجود وو.
پاکستانی پوځ ادعا کوي چې ټول کسان یې ژغورلي دي.
په ورته مهال پاکستانۍ امنیتي سرچینې وايي، څلور واړه بریدګر وژل شوي او ادعا کوي، چې بریدګر افغانان وو او له افغانستانه یې په ټیلیفون لارښوونې ترلاسه کولې.
راپورونه زیاتوي، چې په برید کې درې پاکستاني پوځیان او دوه ملکي وګړي وژل شوي او تر لسو نور ټپیان دي.
دا برید داسې مهال افغانستان ته منسوب شوی، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر واڼه پوځي کالج او د اسلام آباد پر ځانمرګي برید خواشیني څرګنده کړې.
طالبانو د پاکستان د امنیتي ادارو د ادعاوو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.