تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دوی پرضد د پاکستاني چارواکو ټول منفي تبلیغات او څرګندونې رد کړې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند شري رندیر جیسوال ویلي، هند د پاکستان د مشرانو له لوري د بې اساسه او بې بنیاده تورونو څرګندونې ردوي.
د هغه په خبره پاکستاني چارواکي هڅه کوي په دې طریقه د خپل پوځ د ناکامیو پر وړاندې د خپلو خلکو پام بدل کړي.
جیسوال په پای کې ویلي: “نړیواله ټولنه له واقعیتونو ښه خبره ده او د پاکستان د غولوونکو هڅو له لارې به هېڅکله دوکه ونه خوري”.
د پاکستان او هند ترمنځ ناندریو یو ځل بیا زور اخېستی چې وړمه ورځ د هند په نوي ډیلي او پرون سه شنبه د پاکستان په اسلام اباد کې چاودنو لسګونه کسان مړه او ژوبل کړي دي.