جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهرونالډو: ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام به یې وروستۍ لوبې وي

رونالډو: ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام به یې وروستۍ لوبې وي

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) فوټبالر «کریسټیانو رونالډو» وایي چې د فوټبال وروستۍ نړیواله لوبېدنه یې ښايي د راتلونکي ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې وي.

رونالډو له CNN سره په تازه مرکه کې ویلي چې ښايي په نږدې راتلونکي کې له نړیوالو لوبو استعفا ورکړي، او په وینا یې چې له شک پرته ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به یې وروستی نړیوال جام شي.

د پرتګال دغه مشهور فوټبالر، چې اوسمهال د سعودي النصر لوبډلې سره تړون لري، دا هم ویلي چې د خپلې لوبډلې او هېواد لپاره یې کمساري رېکارډونه ثبت کړي دي.

رونالډو دا څرګندونې داسې مهال کړي چې څه موده مخکې یې نوم د لومړني میلیاردر فوټبالر په توګه هم ثبت او د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۱٫۴ میلیارد ډالرو ته لوړ شو.

کریسټیانو رونالډو په نړیوال فوټبال کې د زیاتو ګولونو په وهلو د نړۍ په کچه شهرت او ډېر مینه‌وال لري.

رونالډو له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې فوټبال کوي او هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۱۴۳ ګولونه وهلي دي.

نوموړي که څه هم پنځه ځله د سرو زرو توپ (بلن ډور) ګټلی، خو د نړیوال جام په ګټلو کې پاتې راغلی دی.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې به دا ځل ۴۸ لوبډلې ګډون ولري چې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب