Homeخبرونهاقتصادي خبرونهحق شناس: د سالنګ د بیارغونې چارې بېلابېلو برخو کې په چټکۍ...

حق شناس: د سالنګ د بیارغونې چارې بېلابېلو برخو کې په چټکۍ دوام لري

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ قیر اچونې کارونه یې د کانکریټي برخو د مقاومت دوام او ساتنې په موخه پیل کړي چې د ۱۵ګالرۍ کارونه بشپړ شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، دا مهال د سالنګ د بیارغونې چارې بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، شمالي او جنوبي سالنګ کې د کانکریت اچونې او محافظتي لایې کارونه هم دوام لري، چې د سږ کال پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو بشپړ کړي.

د نوموړي په خبره، د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې یو شمېر برخو کې پای ته رسېدلې چې، د تګ راتګ پر مهال یې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو اقتصادي مسیرونو څخه ده، چې د هېواد شمال له سویل سره نښلوي، چې د بیارغونې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...