جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان ته له پاکستانه د درملو پر واردولو بندیز ولګېد

افغانستان ته له پاکستانه د درملو پر واردولو بندیز ولګېد

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) ‏د افغانستان ریاست الوزرا‌ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له افغان سوداګرو سره په ګډه ناسته کې ویلي، د هېواد ټول صنعتکاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای نورې بدیلې لارې غوره کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند مالیې وزارت ته لارښوونه کړې، چې پاکستان څخه واردېدونکي درمل محصول نه کړي او هیچاته یې د واردولو اجازه هم ورنه کړي.

ملا برارد اخوند پاکستان کې قراردادي شرکتونو او هغو کسانو ته چې هلته یې خریداري کړې درې میاشتې وخت ورکړ چې، دې موده کې خپل حسابونه تصفیه او کار دې را ونغاړي.

برادر زیاته کړې پاکستان د لارو په تړلو سره بشري او سوداګریزو مواردو څخه سیاسي استفاده کوي او له صنعتکاراتو او سوداګرو یې غوښتي، چې ژر تر ژره د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه عملي کړي.

نوموړي د افغانستان روغتیایي سکټور د ستونزو اصلي لامل له پاکستان څخه د میلیونونو ډالرو په ارزښت د بې کیفیته درملو واردول بللي او له سوداګرو یې په کلکه غوښتنه کړې، خپل واردات له نورو لارو او هېوادونو ترسره کړي.

برادر ټینګار کړی، چې پاکستانی لوری باید د لارو خلاصون برخه کې داسې تضمینونه ورکړی، چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې بیا ونه تړل شي.

2 COMMENTS

  1. افرین دغه یو لوی نیک او په ځای اقدام ده. باید هر څه له مردارستانه بند سي . ددوۍ لارې منځنۍ اسیا ته بندې او له دغه خبیثه ځان خلاص کړي. چرک کم او غول یې کم. 👍

  2. ALL PAKISTAN MADE MEDICINE ARE EXPIRED THEY MAKE NEW DAT ON MEDICINE,PAKISTANI MEDICINE GOD BAD QUALITY,SAME THING IN FOOD AND OILS,
    CHOICE INDIAN OR IRANI PRODUCT,
    WHEN YOU WEAKUP AND BECOME SMART

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...