تاند ( چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) له پاکستان سره د طالبانو د حکومت د مرکچي پلاوي غړي ملا رحمتالله نجیب په کابل کې د خبرې کنفرانس پر مهال ویلي، افغانستان حق نه لري چې، په پاکستان کې د روانې جګړې د ښه یا بد والي په اړه فتوا صادره کړي.
د نجیب په خبره، پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتي، چې په پاکستان کې د روانې جګړې په اړه فتوا صادره کړي، خو د افغانستان پلاوي ټینګار کړی، چې دا موضوع د پاکستان په کورنیو چارو پورې اړه لري او کابل به په کې مداخله ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، منځګړو هېوادنو د کابل او اسلام اباد ترمنځ له حساسیتونو څخه په ناخبرۍ د فتوا په صادرلو ټینګار درلود، خو د دوی پلاوي یې په ځواب کې ویلي، فتوا د اسلامي شریعت اصولو او احکامو په چوکاټ کې د دارالافتا له لوري صادریږي نه د غوښتونکو د فشار او غوښتنې په اساس.
ملا نجیب ټینګار کړی، چې دارالافتا ته فرمایش نه ورکول کیږي چې د غوښتونکو په خوښه فتوا ورکړی، بلکي فتوا د شریعت اصولو په رڼا کې ورکول کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترکیې په مذاکراتو د افغان مرکچي پلاوي غړی ملا رحمت الله نجیب دغه راز ویلي، د استانبول مذاکراتو کې د دوی د غوښتنو حل د پاکستان تر وس بلکل پوره وه او عادي غوښتنو ته په کتو اسلام اباد کولای شوای اجرات ترسره کړي.
نوموړي ویلي، افغان حکومت په دې مذاکراتو کې له مقابل لوري غوښتي و، چې پاکستان خاوره کې د ننه د داعشي خوارجو مرکزونه بند کړي او کسان یې ونیسي.
نجیب ویلي، له پاکستاني لوري مو دوهمه غوښتنه دا وه، چې د افغانستان حریم ماتوونکې پاکستاني الوتکو مخنیوی وکړي.
دی وايي، زموږ دواړه غوښتنې بسیطې او عادي وې خو پاکستاني لوري ناسمو غوښتنو له کبله مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.
دا په داسې حال کې ده چې، تېره اونۍ په ترکیه کې د افغان او پاکستاني مرکچي پلاوو ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو خبرې بې پایلې پایته ورسېدې.