تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال له افغان سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان د بدیلې سوداګري لارې ومومي او پر دغه هیواد اتکا بیخي پای ته ورسوي.
ښاغلي برادر نن (چهارشنبې) وویل، له پاکستان سره به سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت بېرته پرانیستل شي، چې اسلاماباد تضمین ورکړي چې بیا به هېڅوخت لارې نه بندوي.
ملا عبدالغني برادر دا خبرې (د لړم ۲۱مه) په کابل کې له سوداګرو او صنعتکارانو سره د یوې ناستې پر مهال وکړې.
ده د پاکستان بې کیفیته درملو ته په اشارې وویل، هغه سوداګر، چې د پاکستان د درملو له جوړوونکو شرکتونو سره یې د درملو د واردولو قراردادونه کړيو درې میاشتې وخت لري چې خپلې معاملې تصفیه کړي او نور له دغه هیواده درمل وارد نه کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له سوداګرو او صنعتکارانو سره په ناسته کې وویل، اسلامي امارت اوس دا زمېنه برابره کړې، چې افغانستان له زیات شمېر هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې لري.#شریعتغږراډیو #مليتلویزیون pic.twitter.com/TGOBmn1YLc
— RTA Shariat Radio (@rtashariat) November 12, 2025
د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته، پاکستان له یوې میاشتې راهیسي له افغانستان سره خپلې تجارتي لارې بندې کړي دي.
د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال له افغان سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ولټوي.
ملابرادر دا هم وویل، کله چې پاکستان ته د افغانستان د مېوو یا سبزیجاتو د صادراتو وخت وي، پاکستان په یوه او بله پلمه خپلې لارې بندوي خو کله چې یې د خپلو صادراتو د اوج وخت وي، بیا پرانیزي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندولو او پرانیستلو ابتکار تل پاکستان په خپل لاس کې اخیستی وي ځکه چې افغانستان خپلو لارو ته محتاج ګڼي خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یو چارواکی د لارو د پرانیستلو لپاره پاکستان ته شرط ږدي.
ویډیو: سوداګرو او صنعتکارانو ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سپارښتنې#شمشادنیوز #shamshadnews pic.twitter.com/gFifEYdcvN
— ShamshadNews (@Shamshadnetwork) November 12, 2025
د میوو ،سبزیجاتو ،مریضانو او نور مشروعه حاجاتو پر مخ لاره تړل دا ثابتوی چي پنجابی جنرالان په ایمان و اسلام ،ګاونډیتوب او انسانیت باندی عقیده او باور نلری او دا ټول عمق د بی ایمانی ، دنائت او جهالت ښکاره کوی او د کرښې دواړه خواوی دښمن او پردی بولی او دا په اسلام کی ګناه او جرم دی او دا عمل قابل سزا او خاسرینو ته باید تاوان ومنی ؛دلته که قرار داد او تضمین نشته نو د دواړو خواوو معتمد علما باید شرعی حل ورته وباسی او د متخلفینو مخنیوی وشی ورنه دا ظالمانه جنرالی احکام د کرښې د دواړو خواوو ژوند ختموی او د جاهل ظالم اطاعت ګناه او تباهی ده . په ګناه کی اطاعت نشته نو جنرالی حل نه ،باید اسلامی حل ته رجوع وشی .
AFGHANS ALWAYS DO MISTIK 1000 TIME PAKISTAN DO THE SAME ACT,
PAKISTAN IS OUR ENEMY.DO NOT TRUST,
WHEN AFGHANS FRUIT RIPE PAKISTAM MAKE TROUBLE OUR GRAPE POMEGRANATE APPLE DESTROIED,
AFGHANS MUST STOP BUYING PAKISTANY YEM AMO.CITRUS,
BUY AFGHANS FRUIT , AFGHAN CHICKEN FISH, EAT POTATO, DONT BUY PAKISTANI POISONING VEGTABLE,
GIVE DUTY TO THE TORKHUM BOLDAK DOOR TO DONOT ALLOWED PAKISTAN PRODUCE HAT CLOTHES TO AFGHANISTAN,
CHOICE INDIA