جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏د سوداګرۍ وزیر: پاکستان سره سوداګرۍ کې افغان سوداګرو تل زیان لیدلی...

‏د سوداګرۍ وزیر: پاکستان سره سوداګرۍ کې افغان سوداګرو تل زیان لیدلی او اوس بدیلې لارې لرو

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۱مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي افغان سوداګرو سره ناسته کې ویلي چې، پاکستان سره یې سوداګري تل له زیان سره مخ وه او زیاته کړې ده چې افغان سوداګرو تل له دې تجارته ګټه نه ده کړې.

عزیزي ولس او سوداګرو ته د ډاډ په موخه وویل، پر پاکستان د تکیې د کمولو لپاره یې بدیلې لارې موندلي او د لا زیاتو نورو هغو د موندلو هڅې روانې دي.

نوموړي د نېوکې په ډول زیاته کړې چې، پاکستان تل انحصاري سیاست پر مخ وړی او هڅه یې داده چې افغان سوداګر او بازار تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

عزیزي وایي دوی اوس ګڼې بدیلې لارې موندلي او پر پاکستان تکیه نه لري.

سوداګرو ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر توصیه داوه چې نور دې هېواد ته د بې کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.

د سوداګرۍ وزیر ژمنه وکړه چې د سوداګرو بند پاتې سوداګریزو توکو د را ایستلو لپاره به خپلې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان سره په ټوله سوداګري بندیز اعلان کړ او په ټینګار سره یې وویل چې، پاکستان باید د لارو د خلاصون تضمین ورکړي.

1 COMMENT

  1. INDIA/CHINA/IRAN ARE THE BEST COUNTRY FOR BUSINESS,
    MIDDLE ASIA UZBEK TAJIK,KAZAK TURKMEN IS ALSO GOOD FOR BUSINESS,
    TAJIKISTANI FRUIT MORE HEALTHY AND SWEET FROM PAKISTANI,
    PAKISTAN IS A DIRTY COUNTRY AND PRODUCE IS TOO

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب