روح الله انوري
د نوومبر په ۱۱ د سي شبنې ورځ ماسپښین مهال د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د محکمې مخې ته بمي چاودنه وشوه.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن (نقوي) وايې، په چاودنه کې لږ ترلږه دوولس کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.
که څه هم چې نقوي د دې چاودنې په اړه نور معلومات ورنه کړل چې په داسې حساس ځای کې پېښه څنګه او چا رامنځ ته کړه.
خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د برید پړه په هندوستان اچولې. د همدې هیواد عمرخوړلي او بیواکه دفاع وزیر خواجه اصف بیا د چاودنې پړه پر افغانستان اچولې ده.
خواجه اصف ویلي، (په دې حالاتو کې له افغان حکومت سره خبرو ته طمع لرل بې ګټې ده.)
هغه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې (د کابل واکمنان کولی شي چې په پاکستان کې د تروریزم مخه ونیسي.)
خواجه اصف دا هم لیکلي چې اسلام اباد ته د جګړې غځول د کابل پيغام دی.
هغه د تیر په څیر بیا ګواښ کړی چې دا برید ته به بشپړ ځواب ورکړي.
خو د افغانستان د بهرنیو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خواجه اصف له خوا د لګول شوو تورونو او ګواښونو ته کوم ځواب نه دی ورکړی. خو په اسلام اباد او وزیرستان کې يې په شوو بریدونو خفګان څرګند کړی دی.
خواجه اصف چې خلک يې په پاکستان کې او بهر يې خلک د یو ذهني ناروغ په توګه پيژنې په داسې حال کې د افغانستان خلاف څرګندونې کوي، چې تازه تیره ورځ د پاکستان د ختیځ ګاونډي (هندوستان) په پلازمېنه نوي ډیلې کې یوې موټر بم چاودنې نژدې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هند او پاکستان اړېکې که څه هم له وړاندې ترینګلې وې او څو ځله يې سره جنګونه هم کړي دي. خو دغه حالت د هرې ورځې په تیریدو نور هم خرابیږي او د جګړيې طرف ته په چټکۍ روانه دي.
د نوي ډیلې له دردونکي پېښې سمدستې وروسته د هغه هیواد لومړي وزیر نندرامودې ګواښ وکړ او ويي ویل (د دغه برید عا ملین به محکمې ته راکاږي.)
اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې ایا په رښتیا د اسلام اباد د چاودنې ترشا د افغانستان او هندوستان لاس دی او که نه د یاد هیواد یو شمیر پوځي او استخباراتي مشران په ملکي حکومت د فشار راوستلو او پرې د خپلو شرایطو منلو لپاره دا بوږنونکي بریدونه ترسره کوي؟
که څه هم چې د پاکستانيو پوځي مشرانو اړېکې له هند او افغانستان سره ښه ندي او د لا زیات کړکیچ خواته يې کش کوي.
پدې وروستیو کې پاکستاني رسنیو په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو په موضوع ډیر بحثونه کړي او کوي يي او دې خبرې هم سیاسي ګوندونو، ملکي چارواکو او کارپوهانو کې انديښنې زیاتې کړې دي.
د اساسي قانون ۲۴۳ ماده د پوځ واک ولسمشر ته سپاري او د ولسمشر له امر پرته خپل سري کړنې نشي ترسره کولی.
خو عاصم منیر او ډله يې غواړي چې له ولسمشر ددغه واک اخستلو لپاره ۲۴۳ ماده بدله کړي او پرځاي يې اساسي قانون کې داسې ماده زیاته کړې چې پکې د پوځي مارشالۍ رتبه او د هغه امتیازات د عاصم منیر تر مرګه پورې دوام وکړي،په نوي ماده کې داهم شته چې مارشال او د هغه پوځي ملګري به له تقاعد وړاندې او وروسته د هر ډول قانوني پښتنو،ګرویږنو خلاص وي.
د دوي په وینا، په نوي بدلون کې له ولسمشر،محکمې او نورو ادارو هم یو شمیر صلاحیتونه اخیستل. شوي دي، یعني دا په دې مانا ده چې پوځ به له دې وروسته د ولسمشر، محکمې، ماليې وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه د پوځي لګښتونو، نورو هیوادونو سره د پوځي تړونونو، پوځي عملیاتو، د پوځیانو د نورو خپلو سرو او غیر قانوني کارونو ترسره کولو لپاره امر اخیستلو او منظورۍ ته محتاج نه وي. بلکې هرڅه به په خپله خوښه عملي کوي.
دغه کار پوهان زیاتوي چې د یاد قانون د بدلون پر وړاندې د سیاسي ګوندونو،حکومتي چارواکو او نورو اړخونو په پرتله ستره محکمه ستر خنډ دی او هغوي د دې مادې بدلون ته غاړه نه ږدي. د تیرې ورځې برید هم پر محکمې د فشار راوستلو د پاره پوځ خپله ترتیب کړی و.
دوي وايې، د پوځ له خوا د دغه ډول بریدونو لاملونه زیات او بې شمیره ده. چې يې موږ دلته یادولی شو:
لومړی: په پښتونخوا او بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو تحریکونو وسله واله مبارزه
۲: د پښتون ژغورنې غورځنګ،د بلوڅو مدني فعالانو او په پنجاب کې د ختم نبوت یا د لبیک تحریک غونډې او لاریونونه هغه سترې ستونزې دي چې د پاکستان واکمنان يې په کنټرول کولو کې سل په سلو کې پاتې راغلي او ورسره یاد مخالفتونه د هرې ورځې په تیریدو مخ په زیاتیدو دي.
۳:د پوځ یو بل ناوړه او له شرم ډک عمل چې په پښتونخوا کې يې له تیرو څو کلونو را په دې خوا د خلکو وژنه ،ټپي کونه،دکورونو، مارکیټونو،مدرسو، ښونځیو، مسجدونو او د نورو ټولګټو ځایونو ړنګول دي.
د ولسونو په وژنو او د مسجدونو په ورانولو يې زړه ندی یخ شوی او کوم جوماتونه چې ترې روغ پاتې دي، له هغو يې خپل مرکزونه، د خرو او سپیو ساتلو ځایونه جوړ کړي دي.
د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي دا هم ویلي چې پوځ ته څوک و وايې،چې تاسو د خداي په کورونو کې سپې څنګه ساتئ، دا خو د عبادت او مقدس ځایونه دي. هغوي په ځواب کې وايي، (تاسو او سپي یو شان یاستۍ.) دا څومره بده رویه او څومره خبره ده؟؟؟
نو د پاکستان پوځ اوس د دغو شرمونو او جرمونو پټولو لپاره په لوي لاس دغه ډول بریدونه ترسره کوي،چې زیان يې عامو خلکو ته رسیږي. د هر برید او خلکو وژنو بدل کې پوځ او د هغه لاس لاندې اداره د خپلو مقامونو او ځانونو د لا ځواکمنتیا هڅه کوي.
لنډه داچې دغه بریدونه که د خلکو او نړۍ د ذهنیت بدلولو، په محکمه د خپلو شرایطو منلو،د ګاونډیانو بدنامولو او یا هم په هند کې د شوي برید څخه د ځان بې خبره او خپله د دغه ډول بریدونو قربانې معرفي کولو هڅه ده.هرڅه چې دي او هرڅه چې کوي، حقیقت همدا دی چې دا هرڅه يې خپله کړي او بل چا ته د ملامتیا ګوته نشي نیولی.