تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان خپل ګوند ته لارښوونه کړې چې د خیبرپښتونخوا له ایالني اسمبلۍ/ جرګې پرته، له ټولو نورو پارلمانونو او ټاکل شوو ادارو څخه سمدستي استعفاوې ورکړي.
د راولپنډۍ له اډیاله جېل څخه، چې اوس مهال پکې بندي دی، عمران خان دا لارښوونه د خپل وکیل له لارې د ګوند مشرانو ته رسولې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د تحریک انصاف د اوسني مشرتابه لوړپوړو سرچینو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي چې عمران خان دپه خیبرپښتونخوا کې د خپل ګوند د حکومت له کړنو ناخوښي څرګنده کړې، خو د دغه ایالت حکومت او د صوبايي اسمبلۍ غړي یې له استعفا ورکولو مستثنا کړي دي.
د سرچینو په وینا، عمران خان ویلي چې د پارلمانونو دننه د تحریک انصاف استازي د خپلو سیاسي موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي. د هغه په خبره، د دوی چلند اوسنی حکومت لا پیاوړی کړی او نه دي توانېدلي چې د ده د زندان د وضعیت په ښه کېدو یا کومې اسانتیا برابرولو کې مرسته وکړي. نوموړي دا هم ویلي چې د مې د نهمې د قضیو له امله د هغه لپاره د هر ډول رعایت امکان نشته.
خو د ګوند یوې بلې باوري او اغېزناکې سرچینې دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې عمران خان د استعفاوو په اړه هېڅ ډول لارښوونه نه ده کړې.
د سرچینو په وینا، د استعفاوو د پیغام خپرېدو د تحریک انصاف په لیکو کې اختلافات راپارولي دي. د ملي اسمبلۍ له ۷۹ خپلواکو غړو څخه، چې ډېری یې له تحریک انصاف سره تړاو لري، زیاتره د عمران خان د دې ادعا شوي پیغام د نه منلو پلوي دي.
دوی برعکس وړاندیز کوي چې د تحریک انصاف اړوند خپلواک غړي دې د ملي اسمبلۍ او سناجرګې د دایمي کمېټو غړیتوب ته بېرته ستانه شي او له دغو کمېټو څخه دې د خپلو سیاسي موخو لپاره استفاده وکړي.
په ملي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف مشرتابه هم ویلي چې د پارلماني کمېټو په اړه پخوانۍ پرېکړه خپله عمران خان کړې وه او تر اوسه یې په دې اړه کومه نوې لارښوونه نه ده صادره کړې.
د ګوند مشرتابه زیاتوي چې تحریک انصاف د خپلې سیاسي مبارزې له لارې په پارلمانونو کې یو ځای او نفوذ ترلاسه کړی، او که اوس استعفاوې ورکړي، همدا ترلاسه شوې سیاسي فضا او اغېز به هم له لاسه ورکړي.