تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۸ مه) په فرانسه کې د لوئیز په نوم یوې ۱۷ کلنې نجلۍ ته، چې ټاکل شوې وه د پښې جراحي پرې ترسره شي، ډاکټرانو په تېروتنه د عملیاتو پر ځای د هغې د عقل څلور واړه غاښونه وایستل.
د لوئیز مور فرانسوي رسنیو ته ویلي، کله چې لور یې له بېهوشۍ راویښه شوه، ویې لیدل چې خوله یې له استریل ګازونو ډکه ده.
لوئیز، چې د فرانسې د شمال د اوترو ښار اوسېدونکې ده، له مخکې یې په سن مارتین بولوني کلینیک کې د خپلې پښې د بېډۍ د عملیاتو لپاره وخت اخیستی و، څو د نوي ښوونیز کال له پیل مخکې یې د پښې ستونزه حل شي. خو کله چې د رغېدو په خونه کې راویښه شوه، پوه شوه چې ډاکټرانو یې د پښې پر ځای څلور د عقل غاښونه ایستلي دي.
د هغې مور ویلي، لوئیز د دې طبي تېروتنې له امله په شدید رواني شاک کې ده.
هغې وویل: «کله چې د رغېدو خونې ته ننوتم او خپله لور مې ولیده، په ژړا شوم. جراح څو ځله راغی او بخښنه یې وغوښته، خو ما ورته وویل چې نور نه غواړم هغه ووینم.»
د مور په وینا، دې پېښې پر لوئیز ژورې رواني اغېزې کړې دي. هغې زیاته کړه: «لور مې له هماغې ورځې سخت اضطراب لري، د شپې خوب نه شي کولای او ښايي ډېر وخت ونیسي چې بېرته روغتون ته ولاړه شي. زه خپله هم تل رپېږم، اشتها مې له لاسه ورکړې او لا هم باور نه شو کولای چې دا هر څه رښتیا شوي دي. داسې ښکاري لکه یوازې په فلمونو کې چې داسې پېښې کېږي.»
لوئیز او کورنۍ یې د سن مارتین بولوني کلینیک خلاف رسمي شکایت ثبت کړی دی.
د هغې مور وویل چې د دې تېروتنې پایلې لا ډېرې خطرناکې هم کېدای شوې، ځکه د بېهوشۍ درمل د بل ناروغ د اړتیا له مخې تنظیم شوي وو. هغې ټینګار وکړ: «دا یوه ډېره جدي تېروتنه وه او هېڅکله باید داسې پېښې رامنځته نه شي.»
د کلینیک د ادارې استازي د عملیاتو په هماغه ورځ له کورنۍ سره ولیدل، خو کورنۍ د ناروغ د حقونو او احتمالي تاوان د جبران اړوند اسناد لاسلیک نه کړل.
د کلینیک ادارې په یوه بیان کې ویلي چې له دې «استثنايي او ژورې خواشینوونکې» پېښې خبر دي او پر هغې خپله خواشیني څرګندوي.