شنبه, مې 4, 2024
Homeکالمونهافغانستان  او یونسکو |پوهاند محمدبشیر دودیال

افغانستان  او یونسکو |پوهاند محمدبشیر دودیال

د یونسکو په نړیوال سازمان کې د افغانستان د اویایمې کلیزې په مناسبت

د می په میاشت کې؛ په یونسکو کې د افغانستان دغړیتوب اویا کاله پوره شول. ویښ ملتونه په دومدار ډول د خپل هیواد لاسته راوړنې، دخپلو ملی ادارو کاري بهیر، نړیوالو سره تعاملات او نور ټول سیاسی، ټولنیز، اقتصادی، کلتوری مسایل څیړي، کره کتنه ورباندې کوي، ښه والی پکې راولي او دبشپړتیا په لوری یې بیایي. راځئ یونسکو وپیژنو او خپل ډیر ښه تعلقات او په دغه سازمان کې د افغانستان دروند دریځ ته لنډه رڼا واچوو:

یونسکو د ملګرو ملتونو یو تخصصی سازمان دی چې د غړو هیوادونو ترمنځ د ښوونې او روزنې، علم او کلتور په برخه کې کار کوي او په همدې خاطر یې نوم(United Nations Scientific and Cultural Organization) چې لڼد یز یې UNISCO دی. ددغه سازمان د جوړیدو مفکوره د شلمې پیړۍ په پیل کې رامنځته شوه. دا هغه وخت و چې نړیوالو د وخت له غوښتنو سره سم خپلې هڅې تعلیمي، علمي او کلتوري چارو ته واړولې او په دې  موخه یې د یوه نړیوال سازمان په جوړلو پیل وکړ. لومړی ځل هالند په ۱۹۱۳ م. کې یوه اساسنامه جوړه کړه او یو شمیر نورو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په دغه کنفرانس کې د ښوونې او روزنې د یوه نړیوال سازمان د جوړولو لپاره ګډون وکړي، خو دغه کنفرانس چې باید په ۱۹۱۴م. کې جوړه شوې وای، د لومړي نړیوالې جګړې د پیل کیدو له امله دایر نه شو.په ۱۹۲۱م. کې د ملتونود ټولنې پر مهال د بلجیم او فرانسې ددولتونو د وړاندیز له مخې د ملتونو د ټولنې د شورا د یوه مشورتي رُکن په توګه دعلمي مرستو د کمیسیون تر عنوان لاندې د یو جوړښت وړاندیز وشو چې اجرائیوي کمیټه یې په ۱۹۳۰م. کال کې جوړه شوه. د فرانسې دولت په ۱۹۲۴م. کې د نړیوالې همکارۍ یوه کمیټه د (ICIC) یعني International Committee of Intellectual Co-operation په نوم ددغه کمیسیون د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره جوړه کړه چې تر ۱۹۳۴م. کال پورې یې د ملتونو د ټولنې په اډانه کې فعالیت کاو. په ۱۹۴۵م. کې د متفق هیوادونو د ښوونې اوروزنې وزیرانو د انګلستان له دولت څخه وغوښتل چې په لندن کې د یو دایمي تعلمیي او کلتوري سازمان د جوړولو لپاره یو کنفرانس جوړ شي. دهغه له مخې په همدې ۱۹۴۵م. کې  د انګلستان  او فرانسې دولتونو د ملګرو ملتونو د یوه تعلیمی، علمي او کلتوري سازمان لپاره یو کنفرانس جوړ کړ چې په هغه کې ۴۴ هیوادونو او د امنیت شورا، دایمې ګډون درلود. تر څو چې د ۱۹۴۵م. د نوامبر په شپاړسمه اوه دیرشو هیوادونو د دغه سازمان اساسنامه لاسلیک کړه چې د شلو هیوادونو له خوا تر تصویب وروسته د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې، ساینس او کلتور(UNISCO) سازمان د ملګرو ملتونو تر منځ د همکارۍ له لارې د ټولو وګړو د هوساینې او سولې په موخه د ۱۹۴۶م. کال د نوامبر په څلورمه رسماً تاسیس او دهمدې کال ددسمبر په څوارلسمه له ملګرو ملتونو سره د یوه تړون په لاسلیک کولو، دغه سازمان د یوه تخصصی سازمان او د ملګرو ملتونو کورنۍ پورې د تړلي ارګان په توګه و پیژندل شو.

   د یونسکو د سازمان په اساسنامه کې د لیکل شویو احکامو له مخې، ددغه سازمان اهداف په نړۍ کې د سولې او امنیت ټینګښت او د پوهنې، کلتوري میراث ساتنه،  د هیوادونو ترمنځ په دې برخو کې د معلوماتو راکړه – ورکړه، عدالت، د قانون حاکمیت، د بشر حقونو او اساسي آزادیو ته د نړیوال درناوي پیاوړي کول دي. یونسکو د کنفرانسونو په جوړولو، د تخصصي څیړنو په ترسره کولو،  د معارف په هکله د معلوماتو د خپرولو، د طبیعي او اجتماعي علومو به هکله د نشراتو، د نړیوالو میثاقونو د چمتو کولو او غړیو هیوادونو سره پورتنیو برخو کې مرستې کوي او له همدغو لارو خپل اهداف تعقیبوي.

 د تعلیمي پلان جوړونې نړیوال انستیتوت International Institute for Educational Planning(IILEP) او د ښوونې او روزنې نړیوال دفتر (International Bureau of Education) یا (IBE) د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه کولو کې د یونسکو په اداري جوړښت کې فعالیت کوي، د یونسکو دفتر د پاریس په ښار کې دی عمومي کنفرانس، اجرائیوي شورا او دارالانشاء یې کلیدي ارکان دی چې دلته یې به لنډ ډول پیژنو:

عمومي کنفرانس: په یونسکو کې د پریکړو تر ټولو اوچته مرجع ده او د ټولو غړو هیوادو له استازیو څخه جوړ کنفرانس دی چې په هرو دوو کالو کې یوځل خپلې غونډې دایروي. په عمومي کنفرانس کې د ټولو غړو هیوادونو استازي، ناظر هیوادونه، بین الحکومتي سازمانونه او نا دولتي سازمانونه ګډون کوي. هر غړی هیواد په کنفرانس کې د رایې مساوی حق او د مساوي غړیتوب حق لري.

  د بودجې جوړول، د سازمان د پروګرامونو تشخیص، د عمومي کړنلاري طرح، د اجرائیوی شورا د غړو ټاکنه په هرو څلورو کلونو کې کیږي او د یونسکو د عمومي رئیس ټاکل هم د عمومي کنفرانس دندې دي. د یونسکو په کنفرانس کې انګلیسی،عربي، چینایي، روسي، فرانسوي او هسپانوي ژبو څخه استفاده کیږي.

اجرائیوي شورا: دغه شورا ۵۸ غړي لري چې د عمومي کنفرانس له خوا له غړو هیوادو څخه د څلورو کلونو لپاره غوره کیږي. اجرائیوي شورا په کال کې دوه ځله غونډې جوړوي او د یونسکو د پروګرامونو د اجرا مسئولیت لري او د دوو کنفرانسونو ترمنځ چارې پر مخ بیایي او د کنفرانس د پریکړو د تطبیق څارنه کوي. شورا د عمومي کنفرانس د کار آجندا هم جوړوي او کنفرانس ته د نویو غړیو هیوادونو د غړیتوب په هکله وړاندیز کوي.

دارالانشاء: د یونسکو دارالانشاء یو عمومي منشي، ګڼ شمیر کارکوونکي او د بیلابیلو ډګرونو نړیوال متخصصین لري. عمومي منشي د دارالانشاء ریاست په غاړه لري چې د اجرائیوي شورا او د عمومي کنفرانس تصویب سره د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي او د پریکړو د اجرا او د مصوبو پرمخ بیول، د یونسکو د فعالیتونو په هکله د راپور جوړول، د بودجې برآورد او د کاری پلان د مسودې ترتیب په غاړه لري. اوسني وخت کې د سازمان په دارالانشاء کې له ‍۱۷۰ هیوادونو څخه ۲۰۰ مامورین کار کوي. د یونسکو د اساسنامې د اوومې مادې مطابق، غړي هیوادونه د کلتوري، علمي او تعلیمي موسساتو او یونسکو ترمنځ د همغږي لپاره باید ملي کمیسیونونه جوړ کړي. اوسني وخت کې د یونسکو ۱۹۰ ملي کمیسیونونه شته چې په مجموع کې د ملګروملتونو په نظام کې ساری نه لري. ملي کمیسیونونه په غړو هیوادو کې د یونسکو د پروګرامونو دارزونې، اجرا کولو او تدوین دنده او مسئولیت لري همدوی ځانګړو جغرافیاوي حوزو کې د یونسکو د پروګرامونو همغږي ترسره کوي. په ملي کمیسیونونو کې متفکرین، محصلان او علمي څیرې فعالیت کوي. ملي کمیسیونونه د کتابونو او د یونسکو د اسنادو د خپرولو او د کنفرانسونو د جوړولو او د نندارتونونو د پرانیستلو له لارې خپلو هیوادو کې د یونسکو پروګرامونه تشریح او توضیح کوي. له دې پرته دوی مشورتي دنده هم لري او خپل هیوادونه د یونسکو له پروګرامونو خبروي او په دې توګه د یونسکو افکار او پروګرامونه ترویجوي. په یونسکو کې د ملګروملتونو د غړو هیوادونو غړیتوب د یوه غوښتنلیک په وړاندې  کیږي، البته تقاضا کوونکی یا د غوښتنلیک ورکوونکی هیواد د ملګروملتونو د اقتصادي او ټولنیزي شورا له موافقې وروسته او د کنفرانس د دوه  غړو له تضمینې موافقې وروسته د یونسکو غړیتوب ترلاسه کولای شي. همدارنګه هر غړی هیواد کولای شي چې یوکلنۍ خپلې مخکنۍ خبرتیا سره سم له ملګرو ملتونو څخه ووځي. د نمایندګي هر هیات کولای شي چې تر پنځو تنو پورې غړي ولري.

په ۱۹۵۰ کال کې د یونسکو غړي ۵۹ هیوادونه وو. په ۱۹۵۴م. کې د اویایم غړيپه توګه شوروي اتحاد دغه سازمان سره یوځای شو او د ۱۹۶۰-۱۹۶۲م. کلونو ترمنځ د ښکیلاک د پروسې په له منځه تلوو سره ۲۴ نوي خپلواکه شوي افریقايي هیوادونه هم د سازمان غړی شول، خو په ۱۹۸۴م. کې یونسکو خپل یو مهم غړی یعنې د امریکې متحده ایالات له لاسه ورکړ ځکه چې د یونسکو د مدیریت به طریقه او ددغه سازمان په سیاستونو یې نیوکې کولې، لږ وروسته انګلستان او سنګاپور هم ورڅخه ووتل. د ۱۹۹۰ م. کال په پیل کې د شوروي اتحاد په ړنګیدو سره، د دغه لوی هیواد پخوانی جمهوریتونه مستقل شول او د ختیز آلمان څوکی هم له منځه ولاړه ځکه چې دواړه آلمان سره یو شول، په دې توګه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه هر یو په دغه سازمان کې جلا جلاغړی شول  او ددغه سازمان ۱۲ غړي نوي شول لکه ارمنستان، آذربایجان، ګرجستان، قزاقستان او قرغزستان. لږ وورسته د پخواني یوګوسلاویا هیوادونه لکه بوسني هرزګوین، سلوانیا او کروشیا هم ورسره یوځای شول. د یونسکو له جوړیدو تر اوسه پورې لس غړي بیلابیلو وختونو کې ورڅخه جلا شوي دي چې وروسته بیا پرته له سنګاپور څخه نور یې بیرته ورسره یوځای شول. انګلستان په ۱۹۹۷م. کې او د امریکا متحده ایالات په ۲۰۰۳ کې بیرته د یونسکو غړي شول، په دې وروستیو کې دیونسکو دسازمان له خوا پراسرائیلو د څوځله انتقاد کولو له امله او د یو شمیر نورو دلایلو له مخې یو ځل بیا دامریکی متحده ایالاتو اخطار ورکړ چې له دغه نړیوال سازمان څخه وځي او نور به ممکن دغه سازمان ته هیڅ بسپنه ورنکړي.خو اوسله دی ټولو سره سرهددغه سازمان د غړو شمیر ۱۹۰ هیوادونو ته ورسید.

افغانستان د ۱۹۴۸م. کال د می په څلورمه ددغه سازمان غړی شوی او تر اوسه یې غړیتوب لري. د یونسکو دفتر په عادی حالاتو کې د افغانستان تاریخی آثارو، لرغونی تمدن، ژبو، ملی کلچر او معنوی ارزښتونو سره پوره علاقه ښودلې او د دې ټولو یې پوره درناوی ساتلی دی. دغه نړیوال سازمان افغانستان له کلتوری پلوه دنړۍ یو شتمن هیواد معرفی کړی دی. په ډیرو کنفرانسونو کې یې افغانی دانشمندانو ته بلنه ورکړې ده او په افغانستان کې یې یو شمیر کنفرانسونو کې فعاله برخه اخیتسی ده. دکورنیو جګړو په بهیر کې یې دافغانستان د تاریخی آثارو د لوټ او ویجاړیدو تشویشونه په نړیواله کچه څرګند او د دغو قیمتی اثارو ارزښت یې ښودلی دی او په ښه ډول یې خپل مسئولیت رفع کړی دی چې افغانان ورڅخه رضایت لري. په کابل کې د یونسکو دفتر د ملګرو ملتونو د سازمان د اختصاصي بنسټ په توګه  د ملي پرمختیایي ستراتیژي موخو او د زریزې اهدافو ته ژمن دی، تل یې د معارف په ښه کیدو، د علومو پرمختګ او د کلتوري غوړیدا په برخه کې پاملرنه کړې ده او د بیوزلي له منځه وړلو، د ارتباطاتو پراختیا، معلوماتو ته د لاسرسي، د سولې ګړندي کیدو، د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د شخړو کمښت، د باثباته پرمختیا، د بشر حقونو ته ددرناوي، د علمی فضا جوړولو، د خپرونو ډیروالي او د افغانستان د ترقي په لاره کې یې هلې ځلې کړي دي. اوسني وخت کې د یونسکو دفتر په کابل کې د معارف په چارو کې یو شمیر پروژې لکه د سواد د کچې لوړول، د سراسري معارف راوجول، په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ظرفیت جوړونې ستراتیژیکه پالان جوړونه، د ایدز په هکله د خلکو د پوهې د لوړولو، دتاریخی آثارو او آبداتو ساتنه، دتاریخی آثارو ثبت اود فرهنګی میراث په توګه دافغانستان د یو شمیر لرغونو اثارو منلو  او د معارف د سیستم د بیارغاونې په برخه کې کار کوي. افغانان د یونسکو له  سازمان څخه په درنښت یادونه کوي او همدومره هم یونسکو افغانستان ته درناوی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب