Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي 

مسوولان: د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي 

تاند (سه شنبه د وري – حمل ۴مه) افغانستان کې د طالبانو د ملي پراختیا شرکت وایي چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې به ژر بشپړې او ګټتنې ته وسپارل شي.

مسوولان وایي چې، دا مهال د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې.

دوی زیاتوي چې، د دغه فاز ۲۵ پلونه او د اوبو مهارولو تاسیسات جوړ شوي او نور به یې هم ژر بشپړ شي.

یاد شرکت زیاته کړې چې، په دې ۱۷۷ کیلو مټره اوږد فاز کې د سربندونو چارې ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې کارونه یې په چټکۍ روان دي.

د قوش‌تېپې کانال پروژه د هېواد له سترو پروژو څخه ده چې، په بشپړېدو سره به یې په بېلابېلو سیمو کې کرنه پراختیا ومومي او نوي کاري فرصتونه به رامنځته شي.

اقتصادي کارپوهان د قوش‌تېپې کانال پروژه د هېواد لپاره حیاتي بللې او له طالبانو غواړي چې دې پروژې ته پاملرنه لا زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...