Homeخبرونهاروپايي ټولنې، د ایران د جګړې پایته رسولو لپاره د خبرو اترو...

اروپايي ټولنې، د ایران د جګړې پایته رسولو لپاره د خبرو اترو له لارې د سولې پر اړتیا ټینګار کړی

تاند (سه شنبه د وري – حمل ۴مه) د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان ډیر لېين په منځني ختیځ کې د روانو شخړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اورسولان د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره د خبرو اترو له لارې د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړې په کنبېرا کې د اسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البانیز سره په لیدنه کې وويل دا مهمه بللې ده چې باید د خبرو اترو له لارې داسې حل ومومي چې په منځنی ختیځ کې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

وان ډير لېين دا هم وويل چې د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه له جګړې وروسته د هرمز تنګي د ساتنې لپاره په “ماموریت” کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

هغې زیاته کړې چې، د دې کړکېچ غیر مستقیمې اغېزې یې د ګازو او تیلو په بیو او سوداګرۍ کې احساس کېږي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې، تاز د دې جګړې پر دوام د اسرائیلو په شمالي سیمه حیفا کې د شپې له خوا یو توغندی لګېدلی دی.

تر دې وړاندې اسرائیلو خبرداری ورکړی و چې د ایران له لورې پر اسرائیلو توغندي توغول شوي دي.

ټرمپ له ایران سره د ۱۵ ماده‌يي موافقې او له اتومي پروګرامه د ایران د تېرېدو خبره کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...