تاند (سه شنبه د وري – حمل ۴مه) پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ تر ټولو زیات لوګی لرونکی او ککړ هېواد اعلان شو.
په دغه هېواد کې د (پي ایم ۲.۵) په نوم د خطرناکو وړو ذرو کچه د نړیوال روغتیايي سازمان د سپارښتنې له اندازې په ۲۰۲۵ کې ۱۳ ځله زیاته وه.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې نن د سې شنبې په ورځ زیاته کړې، چې د سویس د هوا د کیفیت څارنې شرکت (ای کیو ایر) په خپل کلني راپور کې دغه هېواد د نړۍ ککړ هیواد اعلان کړی دی.
راپور کې زیاته شوې چې، ۱۳ هیوادونو او سیمو تیر کال د روغتیا نړیوال سازمان په معیار کې د (بي ایم ۲.۵) اوسط کچه په هر مکعب متر کې له ۵ مایکروګرام څخه کمه ساتلې وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې له اوو څخه لوړه وه.
راپور کې راغلي چې، په ټولیزه توګه د ۱۴۳ څارل شویو هیوادونو او سیمو څخه ۱۳۰ یې د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونې په پوره کولو کې پاتې راغلي.
تر پاکستان وروسته بنګله دیش او تاجکستان د تر ټولو ککړو هیوادونو په لیست کې دوهم او دریم ځای کې راغلي دي.
د رویټرز خبري اژانس په خبر کې ویل شوي، هغه هېوادونو چې د ۲۰۲۵ کال لپاره معیار پوره کړی اسټرالیا، ایسلینډ، ایسټونیا او پاناما هېوادونه دي.