پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورخاطرهد اختر دوکه/ ښایسته سعادت لامع

د اختر دوکه/ ښایسته سعادت لامع

دا خبره رښتیا ده چې د ماشومتوب د دورې ځینی خاطرې هیڅکله نه هیریږي. خوږې او ترخې! په ترخو کې یوه پکې د سپین وري خاطره ده، چې ما واورین باله.

هماغه ورځ به مې هیڅکله هم هېره نه شي چې د حویلۍ دروازه خلاصه شوه او پلار مې را دننه شو. د هغه  په غیږ کې مې ښکلی تک سپین وری تر سترگو شو. د واورې په شان سپک و، خورا نازک شانته وری چې د لرگي په شان تنکۍ پښې یی لړزیدلې. پلار مې په خندا راته وویل،

دا مې تا ته راوړی. بس تا سره به مستي کوي.

د وري سترگو ته مې پام شو پر یوه ځای نه تم کیدې او خورا ویریدلې وې. په آرامه مې ورباندې لاس تیراوه خو لړزا او ناکراري یی هماغه وه. د پردي څخه ډار!  په غیږ کې می ونیو او ومی ویل،

بس، بس ډاریږه مه! تا ته څوک څه نشي ویلای. ته خو زما یی. له ما سره به وې. زه به دې ساتم. ښه ملگري به شو. کیسې به درته کوم.

زه او واورین ورو ورو هماغسې چې ما یې فکر کړی وو، ښه نږدې ملگري شو. د ښوونځي نه به چې راغلم نو په کوږ سر او یوه اړخ به یی زما خوا ته رامنډه کړه او په منډو منډو کې به یی ځان راته ورساوه. او بیا به یی په خوله زما موټی لټاوه. کرار به مې یوه ټوټه پسته ډوډۍ یا روټ چې په ښوونځي کې له خپلې خولې سپمولی وو، د واورین خولې ته ورکړ. په مزه مزه به یې خوړ او بیا به یې تر دالانه، زما شا نیوله.

واورین ما ته تر هر بل دوست نږدې و. ما به هر څه ورته ویل او هغه به په پوره حوصلې اوریدل. د ټولو په اړه زما نیوکې یی اوریدې. کله کله به خبره د گیلو نه هم تیره شوه، ما به ورته خپله زده کړې الف ، بې هم په خوند وراوروله.  د پلار هره خبره به مې هم پدې منله چې ما ته یی ښه دوست راوړی و او که کومه خبره می نه منله نو د واورین د بیولو گواښ به هر څه ته راضي کړم.

له همدې ډاره مې یوه ورځ له خپله پلاره وپوښتل:

پلارجانه زه خو واورین نه پریږدم، خو ډاریږم چې هغه له ما څخه بل چیرې لاړ نشي، څه به کوم؟

پلار مې وویل هغه خو ځي، ما ویل ولې به ځي؟ زه یی څومره نازوم. پښو ته یی گوره اوس نه لړزیږي ښې پنډې شوی هم دي. هغه وویل:

دا چې ولی ځي، نه پوهیږم خو دا چې کله درته وبه وایم. مخ یی را واړاوه او پر دواړو مټونو یی ونیولم او سترگی په سترگو یی را ته وویل:

هر کله چې واورین خپلې سترگې په رانجو تورې کړې، نو پوه شه چې درڅخه ځي.

ومی ویل نه، زه به یی دومره ونازوم چې هیڅکله خپلې سترگې تورې نه کړي.

پلار مې وخندل او ویی ویل: بچیه دا د ژوند لاره ده.

هغه  ورځ راغله او ما د واورین سترگې په رانجو تورې ولیدلې. زړه مې ولولید او پښې مې په لړزا شوې. پلار ته مې ناره کړه، پلار جانه! ولې؟ ما خو ډیر نازاوه ولې ځي؟ اوس خو یی  د پښو لړزا هم ورکه شویده او ډاریږي هم نه!

پلارمې راته وویل: دا د ژوند لاره ده بچیه، هماغه دوکه درسره کوي چې اعتبار ورباندې کوې.

زما پر سر یی لاس تیر کړ او اشاره یی کړه چې مور مې ما په زوره خونې ته بوځي….

بس له هماغه راهیسې مې ددې اختر سره هیڅ نه ده جوړه، ځکه ما ته د وعده خلافۍ خاطره را په زړه کوي. پر ما باندې د واورین اعتبار او واورین سره زما د دوکې خاطره!

27 COMMENTS

  1. ښایسته جاني ډیره په زړه پوري خاطره دي پر لیکه کړیده.خو ماته داسوچ پیداشو چی بیا دي دهغه واورین وری غوښه وخوړله او که نه? .

  2. زه رشید منګل په خپل وار سره ټول افغان ولس ته او د نړي ټولو مسلمینو ته د لوي اختر مبارکي وړندي کوم خداي دي وکړي چي د خوشحالي څخه ډک اختر ولري او افغانستان د تل پاتي صولح غښتونکي يم تاند پاڼه ډيره په زړه پوري پاڼه ده په رشتیاسره ښکلي نظریات او ښکلي لیکني نشر وي څوک چي تاند پاڼه استعمالوي په رشتيا سره دا يو غټ خدمت دي، او ما د شایسته سعدت وړوکي کیسه ولوستله ډیره په زړه پوري کیسه وه او ډير پند مي ترینه وخیست مننه

  3. اختر دي د ټولو مبارک وي !
    دا ليکنه د مهرباني او پاک احساس ډير ښه انځور او د کوچنيانو سپېڅلې دنياګۍ تمثيلوي. زما په کورنۍ کي دې کيسې ته ورته کيسه ۱۶کاله مخکي پيښه سوه،او هغه ماشومه اوس په پوهنتون کي محصله ده ، خو ه د هغي ورځي څخه د هر ډول غوښو خوړلو څخه نفرت کوي،او د ټول عمر لپاره د انسان ترحم ته د شک په سترګو ګوري.

  4. اختر څه ته وايي؟
    هره خوا چيغې دي اختر را درومي
    خو زه تر اوسه اختر نه پېژنم
    چې اختر څه شي او مانا يې څه ده؟
    كه لوږه، فقر، بې كوري
    شلېدلې ګروې، ببر سر، بېكاري
    اور د باروتو كې وريت شوى بدن
    د چاودېدونكو توكو
    او د ځانمرګي بريد
    په ترڅ كې مړينه د ابۍ او دادا
    د يتيمۍ د تودو اوښكو بهير
    له بېګناه ككيو
    د مخ په خړه دښته
    يوه مړۍ وچه ډوډۍ
    پېدا كول د دروېځو له لارې
    لوڅې پښې او چاودېدلې پوندې
    په ساړه ژمي كې د ګرمو جامو
    نه درلودل او مفلسي اختر وي
    موږ ورته چكې پړكو
    خپلو كوچنيو خويندو، ورونو لره
    او دغه راز د ځان په څېر
    نورو بېوزلو لره
    مباركي ددې اختر وركووم
    پرته له دېنه اختر نه پېژنم
    چې اختر څه شي او مانا يې څه ده؟

  5. لامع جانی ډیره شه شکلی قیصه وه زموږ دافغانانو فه کورو کی فه اخطرو نو کی خوشحالی نه وی او که چا شه کا لی هم اغو ستی وی او ځان یی اخطر ته برا بر کړی وی خو چی له زړه نه یی فو شتنه وکړی زړه به یی خفه وی ۰ تا خو دزړه حال راته لیکلی بیان کړ۰ خو که له نو رو افغا نانو فو شتنه وکړی هم به وخاندی او هم به وږاړی ۰ زه هم داسی دیری قیصی لرم خو دا چانس نلرم چی نشر یی کړم۰ فه دیرو کورو کی داسی خفګانونه وجود لری چی ساری نلری موږ تر وسه نه فو هیږو چی لامع جانه دکوم ځای دی او در سونه یی چیرته لوستلی دی او فلار څه کار کا وه صرف دومره فو هیږو چی شه پشتنه خبر نګاره ده او امر یکا ږغ کی کار کوی ۰زمو ږ دبی پروا رهبرانو له لاسه زموږ وطن تباه او هلاک شو۰ که دوی فه اتفاق وی او دقدرت وږی نه وی او هم خارجی هیوادو فه موږ زړه سوی لرودی موږ به ولی داسی زوریدو۰ چی موږ کله هم دتورخم له قنطری تیریږ و او را تیریږوڅو قمچینی فه ډه ډه خورو بیا پشاور ته را رسیږو۰ او هر اخطر له خفل وطن سخه لری ۰ اخطر خو به دافغانستان دسیا ست مدارو شځی او ځامن تیر وی چی پسونه او میږی فه کرو زین کی له نقاش سخه خفل کورته وړی موږ خو دقربانی وسه نلرو او که یی کوو هم له تربګینت له وجی یی کوو چی را باندی ونه خاندی چی دغه ورورکی دومره غلا او رشوت ندی خوړلی چی کوو یی وس نلرو فه هر حال زیات افغانان داسی وضعه لری داوه یوه لنډه مختصره تبصیره چی موږ ستا سو حضور کی ولوستله که تا سو هم راشی تر څو دا وطن فه کډه سره جوړ کړو مهربانی به مو وی والسلام حاجی نرخی

  6. شایستی جانی دتل لپاره شایسته وشی دادنیا توله همدغسی بی وفا ده چوک دی نه په نازیزی
    یوشاعر وایی،،، دانیاده بی وفا مه هوسیزه. ،،، هر چوک تللی یکتنها مه هوسیزه. ،،، چی په سترگو په سی روند حضرت یعقوب سو ،،، ورنه سو فرزند جدا مه هوسیزه ،، مننه داختر مبارکی درته وایم تاته اوستا تولو ملگرو اومسافرو افغانانو ته

  7. زبردست دير ه په زره پوري قيصه رشتيادوستي دوستي وي تر عمره عمره پوري جوندي وي

  8. شايسته جاني ”
    ته بايد له اختر او خپل پلار نه خفه وه نه اوسي .. زكه چي په دي بيلتون كي د ستر رب رضا وه ))) په دي دنيا كي هر شي موقت دي !!!!
    د لوي اختر مباركي ، گراني شايسته جاني .. درنو وطنوالو ار د هغوي قدرمنو كورنيو ته .. او كافه مسلمان امت ته وران ي كوم “””””
    ارامه او سوكاله ، روغ او خوشحاله واوسي )))))

  9. بايد ووايم چي دير په زره پوري مطلب وه ،، او په دير خوگ دول بيان سوي ده !!!!
    ديره زياته مننه

  10. ښايسته جانه تر حد زیاته مهربانه ده .
    کيسه یې انسانې احساس لړ زوې.
    انسانان کله ناکله دومره بیرحمه شې چی د اختر په ورځ د پاک خدای په کور کې بل انسان یا انسانان هم وژنې.

  11. كه لوږه، فقر، بې كوري
    شلېدلې ګروې، ببر سر، بېكاري
    اور د باروتو كې وريت شوى بدن
    د چاودېدونكو توكو
    او د ځانمرګي بريد
    په ترڅ كې مړينه د ابۍ او دادا
    د يتيمۍ د تودو اوښكو بهير
    له بېګناه ككيو
    خپلو كوچنيو خويندو، ورونو لره
    او دغه راز د ځان په څېر
    نورو بېوزلو لره
    مباركي ددې اختر وركووم
    پرته له دېنه اختر نه پېژنم
    چې اختر څه شي او مانا يې څه ده؟

  12. شایستې واقعا چه ډیره جالبه او په زړه پورې کیسه دې له موږ سره شریکه کړې ده ستاسو څخه مننه

  13. ښا یسته جا نی دکوم وخت او تا ریخ قیصه ده هله به سخته وه چه په لوی اختر کی انسا نا ن څوانان با چیان وروڼه دتره زامن نږدی دوستان کلیوال حلا لیده ستا پلار جان سپین وری هلال کړ یده او داستا ن دپری لیکلی ډاډه قیصی خو شا له قیصی خوشا له خا طری ولیکی چه زړونه په نا زه شی وا خا ندی چه خا نده زړه ته قوت ورکوی.

  14. شایسته جانی نه یوه نړی مننه چی شکلی خاطره یی پر لیکه کړیده ډیرپه زړه پوری ده

  15. گرانو لوستونکو، ستاسو په قلم لیکل شوې هره کرښه راته دنیا ده. د زړه له تله مننه کوم. ستاسو دا مینه ما نورو لیکنو ته هم هڅوي:. بریالي او سرلوړي اوسئ.
    ښایسته .

  16. ښایسته جانی خوری ډیره په زړه پوری قیصه دی لیکلی دهرڅوک یی ترپایه لوستلوته اړکړی ستا سو دپه زړه پوری قیصی څخه یوه نړی مننه ستا سو دنورو خوندورو قیصو په انتظار
    زاهد

  17. سلامونه می ومنی هیله من یم چی صحت مند یاست ماشالله ډیر په زړه پوری وو د الله ج دی تل ښايسته او لکه څنګه چی خوشحاله یی د تل دپاره خوشحاله ووسی بیا
    دستا دادی قدردانی نه مننه کووم دستاسو کامیابه ژوند په هیله

  18. سلامونه می ومنی هیله من یم چی صحت مند یاست ماشالله ډیر په زړه پوری وو د الله ج دی تل ښايسته او لکه څنګه چی خوشحاله یی د تل دپاره خوشحاله ووسی بیا دستا دادی قدردانی نه مننه کووم دستاسو کامیابه ژوند په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب