سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeکلتورنوي چاپ شوي کتابونه/ بارکوال مياخېل

نوي چاپ شوي کتابونه/ بارکوال مياخېل

د پېښور، کابل او کندهار غوندې کوټه هم يو له هغو مرکزونو څخه دى، چي قلموال پکې د ادب او د علم د نورو څانګو په برخه کې خپلې ژبې ته خدمت کوي او وخت په وخت خپل کتابونه چاپوي. په کوټه کې په دې نيژدې ورځو کې د پښتو ژبې د څو نومياليو شاعرانو نوې شعري ټولګې او يو نثري کتاب شوى دى.

۱. مات ګامونه:

دا د بوري «لورالاى» سيمې د ځوان شاعر عارف تبسم د شعرونو ټولګه ده، چي په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې ٥٠٠ ټوکه چاپ شوې او د بوري د ادبي ټولنې «پښتو ادبي ملګري» له خوا خپره شوې ده. دغه ټولګه ١٦٠ مخونه لري، چي ٨٣ غزلې او نظمونه پکې خپاره شوي دي. پر کتاب باندې نه سريزه ليکل شوې او نه د شاعر خپلې خبرې شته. د کتاب تړون په دې ډول شوې دى:

«د هغه جذبې په نوم چي ما له پښتون وطن کابل، کندهار، پېښور، کوټه او بوري سره تړي».

د عارف تبسم تر دې وړاندې هم يوه شعري ټولګه «د لمر پل» په نامه چاپ شوې او په پښتو- اردو کې يې څو نثري کتابونه هم چاپ شوي دي، چي په لاندې ډول دي:

1. پښتو ادب او نړيوال کلى         (مقالې)

2. آزادی کی پہلی کرن                (ژباړه)

3. گلوبلائزیشن اور مادری زبانیں     (مرتب)

4. پښتو ادب او امن                    (له ارسلاخان کاکړ او سلطان زخپېل سره مرتب شوى)

٢. خزان زما په اوښکو ژاړي:

دا د پښتو ژبې د نوي فکر او فلسفي شاعر پروفيسر رازمحمد راز د شعرونو نوې ټولګه ده، چي په دې وروستيو کې په کراچۍ ښار کې ١٠٠ ټوکه چاپ شوې او د پښين د «فکرنو ادبي ټولنې» له خوا خپره شوې ده. دغه ټولګه ١٤٣ مخونه لري، چي ٧٩ غزلې، نظمونه او څلوريځې پکې خپرې شوې دي. د کتاب تړون د شاعر په يوه لنډکي ازاد شعر شوى دى:

«په ريښتيا چي ډېر ارزانه

بلکې مفت به په لاس راسې

که د وصل قيمت مرګ کښېږدې باداره!»

پر کتاب باندې شاعر او ليکوال عصمت الله زهير سريزه ليکلې ده. د سريزه په يوه برخه کې يې د پروفيسر راز په اړه ويلي دي: «راز د پښتو ادب د پېش منظر بدلولو پلوى او د ادب په وسيله په پښتني چاپېريال کې د فکري بدلون ترجمان او مبارز ليکوال، شاعر، ناول کښونکى او فلسفي وو، چي زهرلړلي روايات يې ريچې- ريچې کړل. دا چي ادبي مريدان ځان ته ولټوي، برعکس يې د قلم او کتاب د برخمنو د را پيدا کولو په لاره کې مبارزې ته دوام ورکړ»

پروفيسر رازمحمد راز د روان ٢٠١٣م کال د جون پر ٢٣مه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په پښين کې خاورو ته وسپارل شو. تر اوسه يې (د صليب په دايرو کې، مات وزرې زاڼې ژاړي) په نوم د شعرونو ټولګه، د (اوشنيک ګاډيس) په نوم د نثري نظمونو کتاب، د (عاشو، لمر او باران اوري) او (کابل ړنګ دى مينې ژاړي) په نومونو دوه پښتو ناولونه او د (کاسميک سيکسوليزم) په نوم يې د جمالياتي او روحاني فلسفې په اړه د مقالو کتاب او  (دى هولى سينرز The Holy Sinners) اردو ناول يې چاپ شوى دى او څلور کتابونه يې يو ناول، يوه شعري ټولګه او دوه نور منثور آثار ناچاپ پراته دي.

٣. کر د ګلو:

دا د پښتو ژبې د نوميالي شاعر استاد دروېش دراني د شعرونو نوې چاپ شوې ټولګه ده، چي نيژدې ورځو کې په کوټه کې «صحاف نشراتي موسسې» ١١٠٠ ټوکه چاپ کړې او خپره کړې ده. دغه ټولګه ٢٠٠ مخونه لري، چي ٧٥ غزلې او ٢٥ نظمونه پکې راغلي دي. شاعر پر دې کتاب هم د خپلو نورو کتابونو غوندې سريزه نه ده ليکلې. د کتاب تړون په دې ټکيو کړى دى:

«د محترم محمدصديق پسرلي په نامۀ»

«کر د ګلو» د استاد دروېش دراني پينځم منظوم اثر دى، تر دې وړاندې يې لاندې کتابونه چاپ شوي دي:

1. ستوري په لمن کي

2. په کاڼي کي هينداره

3. په ناورين پسې ناورين

4. پښتو عروض (نثر)

5. دا بوټي به لونګ شي

٤. د فکر ټال (د سړيتوب فلسفه):

دا د پښتو ژبې د ليکوال ډاکټر باقي دراني تازه چاپ شوى اثر دى، چي په دې نيژدې ورځو کې په کوټه کې د «صحاف نشراتي موسسې» له خوا ١٠٠٠ ټوکه چاپ شوى او خپور شوى دى، چي ٣٠٤ مخونه لري. د کتاب تړون په دې ټکيو شوى دى:

«د ارواښاد علامه جمال الدين افغاني پر نامه، د چا د فکر په رڼا چي لا تر اوسه د سړيتوب لاره روښانه ده»

پر کتاب باندې «د پيل خبرې» تر سرليک لاندې ليکوال په خپلو خبرو کې د کتاب د ليکلو پر هدف ږغېدلى او په يوه برخه کې يې ويلي دي: «افغاني مکتب يعني “سړيتوب” د هغه کتاب په مصداق دى، چي د اسلافو له وختونو څخه پاڼې- پاڼې د پښتونخوا په غرونو، رېګونو او دښتونو کښي په خاشو، خرابو او ځنګلو کي د وخت د طوفانونو، سېلابونو او بادونو تر اثر لاندي پاشلى پروت دى، دغه ورقې را ټولول، له نوي سره ترتيب ورکول، په مستقبل کي د پرمختګ لاره ټاکل او بيا يې په اصلي شکل کي دنيا ته پرانيستل د نوي نسل موخه ده»

په دې کتاب کې ښاغلي باقي دراني تر ديارلسو سرليکونو لاندې پښتنو- افغانانو ته پر ور پېښو ستونځو باندې علمي او سياسي بحث کړى دى او ځاى پر ځاى يې له نويو فلسفي او مذهبي افکارو هم پکې استفاده کړې ده. په کتاب کې د افغانانو اوسنۍ ټولنه، د دوى دودونه، ټولنيز نفسيات او له نوې پرمختللې نړۍ، ساينس، ټيکنالوجۍ او نړيوال تهذيب سره د پيوندېدو په اړه تفصيلي بحث شوى دى.

د ښاغلي باقي دراني تر دې وړاندې د (پښتانه د تهذيب په څپو کې) په نامه يو بل کتاب هم څو کاله وړاندې چاپ شوى دى. باقي درانى د نوميالي شاعر دروېش دراني ورور دى.

2 COMMENTS

  1. باركواله! سخته بي انصافي مؤ كري له همدي كتابونو سره صحاف نور كتابونه هم چاپ كري دي لكه د اغلي حنيفه زاهد شعري تولگه خو تاسي يي يادونه نه ده كري.

  2. پردېسه وروره خبره دي سمه ده، صحاف صاحب او دلته نورو خپرندويو ټولنو يا په مشخص ډول به د نورو ليکوالو کتابونه هم چاپ شوي وي، خو دا کتابونه پخپله دغو ليکوالو راکړي وو، خبر مي يې جوړ کړ، چي صحاف صاحب تر يوه کتاب نه تېرېږي، نو زه خو هملته په دوکان کې خبر نه شمه ځنې جوړولاى. پخوا مي همداسې کول، له خپرندويو ادارو به مي د هغوى يو- يو نوى کتاب واخيست، خبر به مي يې خپور کړ، خو دلته خلک د يوه کتاب بيې ته ګوري، خو د کتاب د خبرتيا خپرېدو ته نه ګوري، چي دا د کتاب د خرڅلاو لپاره ډېره مهمه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب