جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسمارټ فون د کمپیوټر کار هم کوي

سمارټ فون د کمپیوټر کار هم کوي

تاند- د عادي موبایل ټېلفونونو ځای سمارټ فونونه نیسي. سمارت فون یا هغه ټېلفون چې د ګوتې په لمسېدو کار کوي، ورځ په ورځ عامېږي.

له دغو ټېلفونونو څخه یوازې د ټېلفون یا له یو بل سره د خبرو لپاره کار نه اخیستل کېږي بلکې د انترنټ د لیدلو کار هم ورکوي که فېسبوک وي یا ټویټر، یوټیوب وي او یا هم د سکایپ په شان د تماس نیولو ویبپاڼې په سمارټ فون کې کار کوي.

د سمارټ ټېلفون د جي پي ایس په وسیله ادرسونه موندلی شو، د ږغ او تصویر د ثبتولو لپاره کامره لري چې ثبت شوي شیان ترې په اسانه دوستانو ته لېږلی شو.

په سمارت فون حتي بې پېلوټه الوتکو ته لارښوونه هم کېدای شي.

لنډه دا چې هر هغه څه چې یو کمپیوټر کولی شي نن سبا یې پر سمارت فون کولی شو.

د وخت له تېرېدو سره د سمارت فون ظرفیت لوړېږي او هر څومره چې د دغو ټېلفونونو وړتیا او قدرت زیاتېږي په هماغه اندازه پکې بدلون راځي.

په وروستیو کې یوه جرمني ډیزاینر دیف هاکینز په یوه ساده ویبپاڼه او د یوټیوب له لارې په یوې ویدیو کې د فون بلاکس مفکوره وړاندیز کړه.

دا مفکوره خورا ساده ده. د نوي سمارت فون د رانیولو په ځای د سمارت فون سکرین، بېټرۍ، لاوډسپېکر، حافظه یا میموري، کامره او نور شیان په خپله بدلولی شو او په دې توګه سمارت فون له نویو تقاضاوو سره سم عیارېدای شي.

دیف هاکینز وايي:

«هره ورځ په ملیونونو الیکترونیکي وسایل ایسته غورځول کېږي ځکه چې زاړه شوي وي، حال دا چې د دغو وسایلو ممکن یوه پرزه مشکل ولري او نورې پرزې یې کاملاً جوړې او فعالې وي. الیکترونیکي وسایل په دې خاطر لېري اچوو چې هغه داسي جوړې کړای شوي چې دوام ونه کړای شي.»

دیف هاکینز په په یوټیوب کې د خپرې کړې ویدیو له لارې استدلال کوي:

«داسي تصور وکړئ چې سمارت فون مو خپل دی او خپل ټول کارونه د کلاوډ د سرویس له لارې ترسره کوئ. نو بیا ولي د خپل ټېلفون بېټرۍ په لویې بېټرۍ نه بدلوئ؟ که مو عکاسي خوښېږي ولي د خپل سمارت فون کامره نه مدرن او بهتره کوئ؟ دغسي په هغه کې قوي سپېکر نصبولی شئ.»

که د دیف هاکینز دا پروژه عملي شوه ډېر خلک به د نوي موبایل یا سمارت فون د اخیستلو په ځای خپل زوړ فون په اسانه نوی کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب