جمعه, اپریل 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسبرقي سګریت / ژباړن: آغامحمد قریشي

برقي سګریت / ژباړن: آغامحمد قریشي

سرچینه : ډیلي سټار

په بیروت کې د امریکا متحده ایالاتو د پوهنتون  ادارې ته د یوې څېړنې په موخه پیسې ورکول کېږي،  یاد پوهنتون ته به ۲.۱ ملیونه  ډالر ورکړل سي،  د یاد  پوهنتون  یو ټیم  څېړونکې به  د برقي سګریتو په اړه پلټنه  وکړي.

یاده پلټنه او څېړنه به د پنځو کالو په اوږدو کې ترسره کېږي، ددې څېړنې مشري به په بیروت کې د امریکايي پوهنتون د  تخنیکي انجینرۍ د یوه پروفیسور شهاده له لوري پرمخ وړل کېږي، په دې اړه اضافي پلټنې به  د همدې پوهنتون د روغتیا د څانګې د یوې ډاګټرې  رحیمه نقاش  او د کیمیا لابراتوار  د څېړني د ډاکټر نجات  له  لوري پر مخ ځي.

ددې څېړنې لپاره پیسې د امریکا د غذا او نشیې توکو د ادارې او د روغتیا د ملي انستیتیوت له  لوري  ورکول کېږي، په بیروت کې د امریکايي  پوهنتون له لوري د یادې څېړنې او مطالعې تر سره کېدل، د امریکا د حکومت د ۱۸ ملیونه ډالرو له لومړیتوبنو څخه  یو  دی.  ددې کار لپاره  به د تمباکو تولیداتو  د مطالعې لپاره  یو مرکز  پرانیزي په دې مرکز کې به په بیروت کې د امریکايي  پوهنتون،  ویرجنیا کامن ویلت پوهنتون او د درملو د پین هیرشي کالج کارکوونکي په ګډه کار کوي.

یاد مرکز به په متحده ایالاتو کې وي، ددې مرکز د پرانستو څخه موخه د پورته یادو سوو پوهنتونونو د څېړونکو سره هماهنګ کول دي، تر څو وکولای سي د تمباکوو نوي اغیزې، په ځانګړې توګه  برقي سګریت تر څېړني لاندي ونیسي. له دې لارې به د امریکا حکومت  وتوانېږي له یادو څېړنو څخه په خپلو پالیسیو کې کار واخلي او له همدې لارې به د تمباکو نظم او کنترول ته پاملرنه کوي.

برقي سګریت اوس د پخوانیو رواجني سګریتو پر ځای کارول کېږي چې له دې کبله یې شهرت هم خپل کړی، په برقي سګریت کې د تمباکو پر ځای نیکوتین سوځول کېږي چې د تمباکو فعاله کیمیاوي ماده ده. برقي سګریت  لوګی نه کوي، د یادو سګریتو تولیدونکې ادعا کوي چې برقي سګریت د رواجي سګریتو په پرتله د روغتیا لپاره کم زیان لري، دا سګریت کولای سي په سګریتو له  اوږدې مودې روږد کسان د سکریتو له څکلو خلاص کړي.

شهاده: تر ننه، پلټونکې او پالیسي جوړونکې په دې ډېر لږ پوهیږې چې د برقي سګریتو زیان څومره دی، او څنګه باید وکارول سي؟ عام خلک هغه څنګه کاروي؟

په بیروت کې امریکايي پوهنتون به په برقي سکریتو کې د نیکوتین او توکسین کیمیاوي موادو مقدار تر څېړنې لاندي نیسي، همدارنګه شهاده زیاته کړه: موږ یو ماشیني انسان  (روبټ ) جوړ کړی هغه به سګریت  څکوي، او د یوه انسان په بڼه به عمل کوي. څېړونکو یو ماشین جوړ کړی، یاد ماشین د سګریت څکوونکې هر دود له ځان سره ثبتوي، هماغه ماشین بیا له روبټ (ماشیني انسان) سره نښلول کېږي او څېړونکو ته له دې لارې د کیمیاوي موادو او توکسین مقدار په تمباکووکې په لاس ورکوي.

شهاده وویل: د لاسته راغلو پایلو او معلوماتو له مخې به څرګنده سي، چې په برقي سګریتو کې څومره نیکوتین کارول کېږي او پر څکوونکو دهغوی اغیز به څه وي. له دې لارې به دا هم ټولو ته څرګنده وي چې د یادو سګریتو له لارې څومره زیان د نیکوتین کیمیاوي موادو له لورې تولیدیږي، د برقي سګریتو بازار ورځ تر بلي پرمخ ځي.

یاده څېړنه به په لومړیو کې د برقي سګریتو په اړه وي، او په راتلونکې کې به د نورو اړوند چارو لپاره ترسره کېږي، شهاده وویل: د تمباکو کارول  ورځني څه دي چې په اړه یې څېړنې او مطالعې ته ځکه اړتیا ده چې اوس یې نوې بڼه د برقي سګریتو په جوړیدو خپله کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب